دوی هلمندیان دي...

دوی هلمندیان دي...
هلمند، ایا په ټوله معنا یې پېژنئ؟ هلمند!
د نړۍ د ټولو زورواکو او وحشي قدرتونو د بوسکشۍ میدان؛ چي د دونیا د ټولو انسان خوړنکو بلاګانو د کافر وحشت، تور ظلم او ځناور زور پرانیستنه ورکې کېږي. چېرته چي د یو بهرني سرتېري قیمت د لسو بېګناه او مظلومو ولسي وګړو قرباني ده؛ چي د یو طالب قیمت شل/ دېرش بېګناه او له جنته راغلي ماشومان، زندګۍ خوړلي تورسري، حالات زبېښلي ځوانان او څو ورځني مېلمانه سپینژري دي.

له همدې اور اخیستي دوزخ څخه د تېر هر وخت پڅېر یوځل بیا د هلمند جنتي ولس څو غریبو، تنکیو او غر غوندي درنو ځوانو هستیو له خپل بدن نه د کفن مرګونې سپینه جنډه تاو کړې او د خپل ټولو شتمنیو آن ژوند په بیه یې له هلمند نه تر کابله پلي مزل پیل کړی؛ ترڅو له کابل څخه خپل له کلنیو - کلنیو هیلو جوړي کړي ځولۍ، د سولي له زرینو رنګونو ډکي کړي او په خندا، نڅا یې د افغانستان په ټولو جنګ او خشونت ځپلو ولایتونو، لکه د باران د څاڅکو ؤاوروي او یو ناڅاپی معجزه زېری د هر افغان تر کړېدلیو غوږونو ورسوي ( هلئ، هلئ... مبارک! سوله راغله).

نو د همدې غوټۍ شوي اُمید د تلپاتي غوړېدلو او په حقیقت د بدلېدلو په پار ـــ
راځئ، افغان پرتمن، غیرتي او تاریخ ویاړ ملته! چي له دې څو بااحساسه، انقلابي او مجاهدو ځوانانو سره یوځای شو او په ګډه ورسره د سولي ورا تر خپل شوړېدلي ټغر پوري، په ټول هوش، مستي او خوښۍ را بدرګه کړو. همدا مو تر ټولو غوره او بېساري موقعه ده؛ ترڅو له دې خدای ج راته ډالۍ کړي فرصت څخه په پوره استفادې د سولي، سمسورتیا او سوکالۍ ښکلی افغانستان یو ځل بیا را ورغاوو. له نړۍ سره یې سیال کړو او د ژوند کولو ریښتنی جنتي باغ ترې جوړ کړو.

یوازي د یو څو ورځو خبره ده. د هیچا به ورکې اقتصاد زیانمن نشي. د هیچا به ورکې ژوند ضایع نشي. د هیچا به ورکې هیلي مړې نشي. د هیچا به ورکې تمه ونشکېږي. لږ جرءت کولای شي، چي مونږ له خپل پنځه زره کلن، زرغون او مینه ناک افغانستان څخه بېرته برخمن کړي. مونږ به یو ځل بیا ژوند وکړو. یوځل بیا به د کائناتو په ښکلاګانو پوښلې او د جنت له بېسارو ښایستو کړکیو را وتلې هوا تنفوس کړو. وبه ښایو نړیوالو ته چي ژوند څنګه کېږي او بلنه به ورکړو چي د خپل په زلالت لړلي ستړیا د ماتېدو لپاره، د تفریح په توګه د افغانستان خاوره وڅټي؛ له غرونو نه یې خورده واخلي؛ په دښتونو کې یې و ناڅي؛ په دریابونو کې یې ولامبي او په مسجدونو کې یې د انسانیت د کلمې حقیقي معنا زده کړي.

نو هاغه به وي، په ټول جهان کې د ژوندیو او ژوندکولو تر ټولو په زړه پوري، انسانیت پال، سوله يیز، مینه ناک، اسلامي او آباد افغانستان، چي تر قیامته به ورباندي د انسانیت څېره لکه د څوارلسمي سپوږمۍ ځلانده او نوراني برېښي او د افتخار غاړه به یې لکه د تازه چنار، تل هسکه وي ...