ماشومه او عکاس!

ماشومه او عکاس!
ټولونه: فیض الدین فیضاني اسدزی

عکاس: کولای شم، یو عکس در څخه واخلم؟
ماشومه: نو به څه وشي؟
عکاس: چي خلګ وویني په څومره تکلیف او څومره کم عمر  په دې شنه یخ کي ناسته یې او جرابې خرڅوې…
ماشومه: ایا کولای شې مرسته مې وکړې؟!
عکاس: څرنګه مرسته؟!
ماشومه: ماښام نژدې شوی دی، کور مې ازاد دی، که چیرته مې تر یو څه ځایه پخپل موټر کې ورسوې…؟!
عکاس ژر یو عکس ورڅخه واخیست او په تلوار روان شو: وبخښه اوس ډیره بیړه لرم، کارونه مې دي…

پند: هر څوک کولای شي چي د انسانیت د عوه دې وکړي، خو هر څوک نشې انسان کیدلی.
عکاس له یوې ماشومې څخه چې په سخته یخني او باران کې یې د سړک له غاړې جرابې خرڅولې یو تصویر واخیست… دا تصویر د کال تر ټولو غوره تصویر وګڼل شو، او د کال د غوره تصویر جایزه یې واخیسته… ددې تصویر په اړه یو کتاب ولیکل شو… د کتاب لیکوال د غوره لیکوال جایزه وګټله… کتاب څخه فلم جوړ شو او فلم هم تر ټولو زیات لیدونکې پیدا کړل… ددې عاطفي او احساس پارونکي انځور وړاندي کونکو هر یوه بیله بیله جایزه او مډالونه وګټل…….
خو هغه ماشومه اوس هم د سړک له غاړې جرابې خرڅوي.
  درنښت 11/4/2017 10:57 AM   javascript:nicTemp();