نن سهار دفتر ته له راتګ وروسته او د کمپیوټر له روښان کولو سره سم مې په یوه انټرنېټي پاڼه کې یو ډېر بوږونکی خبر تر سترګو شو.
د کابل پوهنتون په لیلیه کې يوې محصلې ځان وژلی.
دې ته ورته یو خبر مي تېر کال هم اورېدلی ؤ. ډېر دردونکی او سخت ؤ. چې په یوه ولایت کې یوې محصلې د دې لپاره ځان وژلی ؤ چې د پوهنتون فیس یې نشوای پوره کولای. هاغه خبر هم ډېر نارحت کونکی ؤ؛ مګر دا خبر تر هاغې هم زما لپاره د یوې بېحدې نا ارآمۍ لامل وګرځېد؛ کله چې مې یې تفصِلي کرښي له سترګو سره وجنګېدې.
((د کابل پوهنتون لیلیه کې د وترنرۍ پوهنځۍ محصلې ځان وژنه کړې ده.
عیني شاهدان وايي نن مازیګر مهال د زهرا په نوم د وروستي کال محصلې پخپله خونه کې ځان وژلی دی.
زهرا چې د دایکندي ولایت اوسېدونکي وه، د خپل پايليک « مونوګراف» د پرلپسې رد له امله یې ځان وژلی دی.
د زهرا ټولګیوال وايي د هغې د پایلیک لارښوود استاد شپږ ځلې د دې لیکلې خواري ور رد کړه، چې بالاخره يې ځان وواژه.
تر اوسه د زهرا د کورنۍ نظر نه دی رسنیز شوی، خو د شنونکو په باور په دې برخه کې د استادانو اخلاقي چلند هم له پامه نه شي غورځېدلی.
پر ياد پوهنتون سربېره په ګڼو ښوونیز ادارو کې ښځينه برخه والو له ناسم چلنده پرلپسې سر ټکولی دی.
“نن ټکی اسیا”))
اووووف. څومره دردونکی دی. ایا په تاسي یې هم، همدومره ناوړه اغېز وکړ؟
زه خو نه پوهېږم چي د دې خبر دروند تاثیر به مي تر کومي د سر ماغزه وټکوي؟
زه خوبه دا خبر په اسانۍ سره هیڅ له زهنه ونشم ایستلای.
هغې ارواښادي به څومره زحمت ویستی وي؟ څومره کړېدلې به وي؟ څومره به ستړې شوي وي؟ د دې لپاره چي له دایکندي څخه تر کابله پوري په ساعتونو لاره تی کړي او له څلورکلني، زنداني مسافرۍ وروسته، د بریا یو ژوند بښونکی بریلیک له ځان سره یوسي. د خپلو خوبونو حقیقت، خپلي کورنۍ ته په کره ثبوت ښکاره کړي. جشن جوړ کړي. خپلي ملګري، ټوګیوال او خپلوان را وغواړي او په بېساري خوښۍ سره خپله ستره خوشحالي او راحت احساسات له هر بریاپال سره شریک کړي.
مګر څه وشول؟ هاغه ووژل شوه. اوس هاغه نشته. نه خو هغې د خپلو خیالاتو ریښتیا ثابته کړه او نه یې د خپل ژوند تر ټولو خوږه خوښي ولمانځلای شوه.
دا هر څه د چا له لاسه؟ ایا د هغې دې ډول کړني ته ځان وژنه باید ووایو او که د یوه بېفروا استاد، قاتل ضد؟
که په افغانستان غوندې یو خونړي او هر رقمي جنګ ځپلي هیواد کې، یوه ښځینه مسافره دومره مبارز او قوتمنده وي چې له ماتې وروسته ماتې وخوري او بیا هم وار، وار هغه د درېدو او د حالاتو له هر ډول ناخوالو سره په انقلابي توګه د جنګېدو هڅه وکړي او یوه ضدي دیکتاتور استاد ته تر شپږ یا اووه ځله پوري یو پوره مونوګراف له سره ترتیب کړي؛ نو ایا د هغې د ځان وژني لامل به همدومره کمزوری وي؟
نه، دا تر ډېره امکان نه لري. که هغه دومره توان لري چي یو مونوګراف اووه ځله له پیله منظم کړي نو د لس ځله له سره د ترتیب زور یې اوږې نشوای ماتولای. لکه څنګه چي د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان د نااهله حکمرانانو او لټ دولتونو لخوا د وخت اکثر دا ډول پېښې عادي ګڼل شوي؛ کټ-مټ هم، هاغسې یو څه نن هم روان دي.
ما ته خو د منلو وړ نه دي. داسي قاتل ضده استادان.، چي په زړه کې یې د رحم د مینه ناک ساز پر ځای د ظلم ګرمه نغاره ډنګېږي.
که زمونږ د ټولنې، رهبر، لارښود، پوه او استاد په همدې کچه نارحمه او ګندګیر وي؛ نو غل ته خو دي خدای ج سل خیرونه ورکړي چي پوره کلي په یوه ځای نه لوټوي. تروریست دي ښاد شي، چي په یو دم ټول هیواد له بېخه نه باسي. کور یې د امریکا ودان، چې اوس یې هم مونږ ټول افغانان ژوندي پريښودي یو.د بدمعاشانو خوارۍ ته خوبه له سره اړتیا پاتې نشي.
سر دي وخوري داسي بدمیجازه معلیمان، چي زما د ژوند د سمښت پر ځای له مانه زما ژوند اخلي. بېخ دي یې ووځي د هاغي زده کړي چي مړاوي هیلو ته د روح ورکولو پر ځای د هیلو د ټول ښایسته نیال ریښه بېخي له ځمکې باسي.
دا مو اورېدلي، لیدلي او لوستلي، چې مرګ یوازې د زهر، باروت، اور او ...له لاسه کېدای شي؛ مګر دا په ړومبي ځل ګورم چي د تعلیم خواږه هم یو معصوم روح له خپل خوږ جسد څخه بېلوي.
د داسې استادانو له کبله، خاورې به زمونږ هیواد په خپله غېږه کې د راتلونکي روښان نسل لپاره د ویاړ او هوسایني بیرغ ورپوي.
زه فکر نه کوم چي یوازې به زما د زړه د جوشېدلي بړاس په ویستلو ټوله ستونزه حل شي،
مهمه ګڼم، چي د لیکنې په پای کې مې د خپل دردمن زړه غوښتنه د افغانستان ټولو باوجدانه او غیرتي وګړو ته جوته کړم.
له خپلو محترمو، باغیرتو او حقپالو محصلینونو نه د زړه له تله هیله لرم؛ چې هغوی به دا او دې ته ورته ټولي پېښي بابېزه او عادي ونګڼي او د هرې زهرا د حق لپاره، د هر قاتل طبیعته، ظالم او دیکتاتور استاد په مقابل کې د یو قدرتمند او فولادي دېوالغونديې ودرېږي او د ټولو ګندګیو مخه یې په پوره مېړانې سره ونیسي.
ډېر درنښت...
کاري دفتر، شهرنو، کابل
وروستي