مين احساس شوم د نغمو پښو ته په رمز غږېږم
ته وا د ژوند د ګلكڅو په پښو ته په رمز غږېږم
خود به غرور خولې لګوي ستا د ښايست پر شونډو
ستا د كږو څڼــــــو پستو پښو ته په رمز غــــــــږېږم
نازك خيال راوستم په خوند خوند د ساحل غيږې ته
لكه شنه څانګـــــه د څپو پښو ته په رمـــــز غږېږم
ګونګه چمبه وم د پيغلوټو په لاس ورغلمـــــــه
خود به بې دريغه د ټپو په پښو ته رمز غږېږم
ترينه مانا د ستا د نوم د پاكو تورو پوښتم
لكـــــه نظر د ايينو پښو ته پــــــه رمز غږېږم
جلانــــــه وخت چې په ګلكــــرو شيبو وتپلم
پښتون غزل شوم د پښتو پښو ته رمز غږېږم
سيدجيلاني جلان
وروستي