ستاپه تمه!

زړه مې نه کيږي دتلو
ستا له دې شاړو کوڅو
وايم دلته اوسيدلى
ستاپه خوا تر مودو
زه اوته سره يو ځاى واى
واى جدا له خپل پردو
هر ساعت مې ته ليدلى
بنديز نه وى دليدو
تل خبرې دوفا واى
که ليکلى پريښتو
ياره ستا په بيلتانه کې
ژوندتيرومه په سلګو
ټوله ورځ مې انتطاروي
شپه مې شي په شبګيرو
ستاپه تمه دوصال مې
توررنګ سپين شودويښتو
په خوله هيڅ ويلى نه شم
عجب ملک دى دپښتو
سيدبديع الزمان(هاشمي)
S_baduzaman2000@yahoo.com