هلمنده بیا لکه چی لیکی
دبورا اود پتنګ غزلی
او دبلبلو د وزر بڼی لمبو کی سوځی
چی ګودرونه می له چټو پیغلو
تش خالی کودړی نشی ؟
ما دملالی پیغلی پزی ته
پیزوان راوړی
څو دهجران دشپو وصال
په مینه ولمانځمه ،
زما خو زړه د تور پیکی
د غوړیدلی دام په لومه کی
تړلی تللی
او بیا دغبرګو وروځو
د محرابونو په سجدو کی
ثوابونو ته تو بی ماتوی ،
بیا هسی نه چی
په سهار کی د جانان له غیږی
په تش تومت لکه منصور
د دار کړیو کی سر وزړیږی ؟
هلمنده دا ځلی له غیږی
د اغزیو ورې
د ریاګانو د سجدو په لار
شیندلې پریږده
چی د پردیو دګډا نانځکی
په تللو لارو
پل په پل د خپلو تلو
خړی شګی
د سرو وینو په رنګ
ولمبوې ،
زمونږ دښکلی
اسمان ستوری خو
په دغه لوبه
دانه دانه
ښامار په خوله کی رانه وتښتول ،
او راچارپیر له کلی ،
واړه دچل لومې
دامونو کی
خوری پاتی دې
چی په کی هر ښکارې
مرغۍ ونیسې
ته لا دتور ماښام
لمنه کی اجل سره ډغری وهی ،
اغیار په ټوله ستړی شپه کی
کور په کور
په ډکو لپو کی سکروټی ویشی
او لا ځګنو ته
په پوندو کی نالونه وهی ،
ته لا په تمه ناست یی .
دا توری توری کیږدی ونړوه
چی نغرې کی یې
سکروټې سرو لمبو ته
غزلونه لیکې
پریږده چی ټولی
نا بللی میلمنی سکروټی
د بارانه په دانو ومینځمه
او لکه نوری ځمکی
په ارته غیږه او لمنه کی
د پیغلو تورو څڼو ته
خاټول کلی کی و کرمه !
پوهنمل حبيب زی
فرانکفورت- فبروری 2010
وروستي