غـــــــزل

په زړګي مې عجيبه غوندې چل وکړي
چې ليلى په تورو سترګو کجل وکړي
په کابل خــــــوواورې اوري لايخني ده
اشنا ولــــې بيا د تللـــــو تکل وکــــړي
دکوچې په شانتې راشي يو څو مياشتې
له کابلـــــه تـــر دې ځايــــــه مـــــزل وکــــړي
سږکال ژمــــى واورې ډيرې وکړې خدايـــه
چې کو چې اشنا مې خو شپې معطل وکړي
بيا يي غـــاړې غــــوټي وتړلـــــې درومــــــي
دزړه ښکار به مې نن بيا په درشل وکړي
(هاشمي ) داشنازړه له کاڼي کلک دى
څه اثر به پرې ستا دغه غـــــــزل وکړي
دسيدبديع الزمان (هاشمي )
له اشعارو څخه