در مات شوى يم

كلـــــــه چې زه دعشق په ذات شوى يم
لــــــه هغې ورځــــــې نه ميرات شوى يم
دهــــر ارمـــــــان لـــــــه جـــنازې نه چاپېر
هروختې وېش په څېر د سقات شوى يم
اوس دې د سترګو سيپارو كې اوسم
د ليـــــونۍ مينــــــې ايات شــــــوى يم
راشه چې غبرګ زړونه كړو غاړه غړۍ
ګرانې! را ماته شه در مات شوى يم
سيدجيلاني جلان