زه هره ورځ یو نه یو داسې څه په ټولیزو رسنیو خاصتآ فیسبوک کې وینم چې پر یوه لوی منافقت ګواښي ورکوي، ځینې ملګري د دې لپاره چې په ټولنه کې یې خلک د ژبور او پوه سړي په نوم وپیژني په خپلو لیکنو کې دومره افراط و تفریط کوي چې وروسته د نقد پر مهال د خپلو کرښو سپیناوی هم نشې کولای، اما دوی هغه کسان دي چې تر مخالفینو وروسته تر ټولو زیات ټولنې ته ستر ګواښ او مضر تمام شويدې.
فیسبوکي منافقین هم په څو برخو ویشل شويدي.
۱ـ لومړی یې هغه کسان درپیژنم چې دوی د ټولنې ځوان قشر او باسواده هم دي، د دې ګروپ اکثریت غړي دا مشکل لري چې د خپل پیج او اکاونټ د لوستونکو او تبصره ګرو څخه سوی استفاده کوي او د دوی په رش و چوب کې زیات ناعکس او مضر مواد په ټولنه کې خپروي چې د وخت په تیریدو د زیاتو ځوانانو لید لوری بدلوي او د یوې غلطې لار په لور یې رهنمایې کوي چې وروسته یې تر ټولو ډېر تاوان شخصیتونو ته رسیږي او د یوه عام سپکاوي لپاره لار خلاصوي.
دا ډول کسان په هره اجماع کې تر ټولو وروسته او پاتې کسان دي حال دا چې دوی ځانونه د وخت بې ګناه ملایکې حسابوي، پدې ګروپ کې ځینې داسې کسان هم شتون لري چې په خپلې خاصې ځیرکتیا او هوښیارۍ د ډېرو پام په ریښتینې بڼه د ځان په لور اړوي.
۲ـ دوهم ډول یې هغه کسان دي چې ټوله ورځ په پردیو پیجونو او اکاونټونو پسې ګرځي او په هر غم و ښادۍ کې یې بازار تود ساتلی وي دا ډول کسان د پیسټ او کاپي په بد مرض هم اخته دي د ډېرو لیکوالانو حقه حقوق یې تر پښو لاندې دي، د نوموړې ګروپ فعالین که څه هم زیات احساساتې دي او په اسانه غلطیدای شي بیا هم یوه ګټه کوي چې دوی په ځینو مواردو او موضوعاتو کې فعاله برخه اخیستی شي او خپله مطالعه او مشاهده لوړولی شي.
پدې ګروپ کې ځینې کسان د دروغو لوی ګوډي هم دي، دوی د دې لپاره چې فیسبوک کې اصلي خواخوږي وپیژندل شي ستر او ښکرور درواغ کوي چې حقیقت کې دوی هماغه شان نه وي او په ښکاره ستر منافیقین دي.
۳ـ دریم ډول یې هغه کسان دي چې په دوی کې زیاتره تکړه او با استعداده لیکوالان هم وجود لري، دوی په لوی لاس دا ډول څه لیکي چې د ټولنې د پوهو کسانو غبرګون راپاروي ، دا ډول لیکوالان چې هر څه لیکي د یوې ساعتیرۍ او یا فکري ارامتیا له نامه پرته ورته بل څه نشو ویلی، دوی کټ مټ د کلیو او بانډو د ټوکمارانو خبرې، دلیلونه، منطق، او نظریات وایې.
دا ډول کسان نن سبا په فیسبوک کې په درجنو درجنو موندلی شو خو د دوی او د لوستونکو یوه ګټه دا ده چې په ځینو پروژوي خبرو او مسایلو کې په کار راځي او خپل ګزران په مخ وړي مطلب دادی چې بل ته د لاس نیولو لپاره نه مختاجیږي.
دوی تل ذلیله او خوار ژوند لري په خپل ټول ژوند کې له چاپلوسۍ پرته نور وړاندې تګ نشي کاولی دوی ډېرو پوهو، د علمیت او بصریت ډکو او پرتمنو څېرو ته هم په سپک نظر ګوري چې دا دې دوی یو ستر منافقتوب دی، دوی شاید ځینې مسایلو کې هوښیاران هم وي خو لکه څه ډول چې ترې تمه کیږي دوی همغه ډول کسان ندي.
۴ـ څلورم هغه ډول کسان دي چې پاسنیو منافقینو سره لاس لري دا ډول کسان یوازې دومره کوي چې خپل مربوطه ملګري په تبصرو کې تشویق کړي د دوی له وسې نور کار نه کیږي، دا ځکه چې دوی خو یا مطلق بې سواده دي او یا دوی دومره فکر نه لري چې د ښه او بد توپیر وکړای شي دا ډول کسانو ته که څه هم په فسبوک کې زیات مخ نه ور اوړي خو دوی برعکس بیا په کلیو او بانډو کې زهر پاشي او پدې کار کې ستر ماهرین هم دي.
پدې ترتیب مونږ دا ډول کسان نور هم موندلی شو، خو د دوی لپاره پکار ده چې لومړی خو په هر مجلس او هر ځای کې چوپ واوسي که بیا هم نه کیده نو نوموړي کسان کولای شي چې د بابیزو خبرو څخه سرفه نطر وکړي او پر ځای یې فیسبوک کې ښه ، ښه لیکوالان مطالعه کړي نن سبا شکر مونږ د ستونزو سره، سره په فیسبوک کې دا ډول لیکوالان هم لرو چې د نورو ټولنو له لیکوالانو سره سیالي کولی شي.
۵ـ پینځم ډول یې هغه کسان دي چې دوی اصلآ اخلاقي اصول، انساني احترام او انساني کرامات هم نه پیژني دا ډله کسان ډېر پوچ او د انسانیت له دایرې وتلي کسان دي، دوی پدې خوښیږي چې بې ناحقه د یو انسان او یو شخصیت سپکاوی وکړي دوی دې کار ته په یو کیف ګوري چې دا د دوی د ذهني او فکري ککړوالي، ناروغتیا او په وروسته پاتې توب دلالت کوي.
دا خلک په مستعار نوم او طنزیه بڼه فعالیت کوي، دوی په ظاهره ډېر ښه خلک دي خو باطن کې یې ناولتیا له ورایه بوی کوي، دا خلک تر ټولو ستر منافقین دي دوی کله کله دومره بې پروا او بې چوکاټه شي چې په ځینو اشخاصو آن تر کفر او ملحد کیدو پورې هم چټیاټ لیکي.
حکیم جان فریادي څه ښه وایې:
ما سره زه تا سره ته بل سره بل جوړیږي
منافقت کې ډېر هوښیار دي څه مئین خو نه دي
فریادي دوی کرکه اباد کې د زاړه ښارګي دي
پراته کوڅه کې د انکار دي څه مئین خو نه دي
وروستي