د غني خواخوږي پلویان که ښکنځلماران؟

 
پښتانه چې کلتوري ارزښتونو ته ډېر پابند خلک دي او خاصتا د لویې پکتیا خلک خو بیا دغسې کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو ته په زیاته کچه قایل دي.

ما اوریدلي چې پخوانیو خلکو ډېر تاوان منلی خو د خپل عزت، حیا او شرافت خواته یې څوک ندي پرېښي. چاته یې اجازه نه ده ورکړي چې سپکاوی یې وکړي، ویې ښکنځي او حتا معمولي یې هم تهدید کړي.

یو ملګري مې خبره کوله؛ چې زمونږ پر کلي کې چرګ‌بازانو د چرګانو د جنګولو پر مهال یو چرګ‌باز د چرګانو د جنګولو په ځای کې د بل چرګ‌باز په چرګ پورې خندلي وو، چې په غبرګون کې یې د چرګ خاوند هغه کس وژلی و، وروسته لۀ دې دا لانجه دومره لویه شوه چې د یو ادنا خندي پر سر دواړو لوریو له یو او بله درې څلور نفره ووژل، چې اوس هم دښمني سره لري او د یو بل پر وژلو بریک نه نیسي.

د پسرلي په راتګ چې جګړه تېزه شوې، د سولې خبرې په کش کې روانې دي، ټاکنې رانیږدې دي او سیاسي کشمکشونه زیات شوي نو وخت ناوخت پر ټولنیزو رسنیو کې په شعوري ډول د غني د ناکامیو د پټولو لپاره د غني پلویان د مبارزو غږ اوچتونکو پر وړاندې ښکنځلې کوي، سپک الفاظ کاروي او دغه ناوړه دود ته په چټکۍ سره پراختیا ورکوي.

معمول داسې دی، چې ښکنځلې او ورته سپکې سپورې طبعا پر هر انسان بدې لګي خو د غني پلویان په ډېرې سپین سترګۍ پر ټولنیزو رسنیو کې سپکې سپورې وایي.

استاد پوهاند محمد اسمعیل یون پدې وروستیو کې ځېنې واقعیتونه خپاره کړل چې د غني پر کمزوري مدیریت او ناکامۍ یې دلالت کاوه. استاد چې تر کومې زه پېژنم تر غني زیات د دې وطن خواخوږی بچی دی او پوره یو عمر یې د وطن د ابادۍ او ژغورنې لپاره مبارزه کړې ده خو د غني سرشاره پلویان ورته په تبصرو کې ښکنځلې او سپکې سپورې وايي.

ورته ټوکه د سترګور لیکوال عصمت قانع سره هم کیږي، د ښاغلي قانع پر لیکلو چې زه کومې تبصرې لولم، یو مخې د غني پلویان د منطق او استدلال پر ځای ورته سپکې سپورې او ښکنځل کوي.

زه پر دې یقیني یم چې د غني پلویان د استاد یون، عصمت قانع او استاد فیض ځلاند واقعیتونه او لیکل نشي زغمی چې دا چاره هم دوه عمده علتونه لري:
دوی دومره د غني پر عاشقۍ کې ړانده شوي چې د حق او ناحق تفکیک نشي کولی.
دوی تر دې حده نا اګاهانه پاتې شوي، چې د یو ناکام او بېچاره کس د طرفدارۍ له وجې د خپلو سپېڅلو مبارزینو پر سپیڅلتیا شکمن دي او دروغ/ رښتیا سره نشي بېلولی.
د جهان ټولو سترو مبارزینو ښکنځل، وهل، بندي کول او شکنجې تیرې کړي خو ماته یې نه ده منلې او چوپ نه دي پاتې شوي.

د اسلام مبارک دین د خوریدا په وخت کې مشریکانو پر نبي کریم ص له هېڅ ډول سپکاوي، شکنجې او تهدید سرفه نه ده کړې هر څومره یې چې زړۀ غوښتي نبي کریم ص یې رټلی او ښکنځلی دی خو پیغمبر ص زړۀ ماتی شوی نه دی او خپل د حق مسیر یې پر مخ بېولی.

نېلسن مڼډیلا د خپلې مبارزې په ترڅ کې له سترو لانجو سره مخ شوی، له شلو زیاتو کالونو یې ډېر زندان تېر کړی، سپکې سپورې یې پر سر وړي، ناهیلی شوی نه دی او خپله مبارزه یې مخې ته وړي.

همداسې د نړۍ نور مشهور مبارزین، اندرا ګاندي، باچاخان، مارکس او نور له هر ډول سپکاوي سره مخ شوي خو دوی خپلې فولادي حوصلې نه دي بایللې او تر اخیره یې مقاومت کړی.
د مبارزې د مخ بیلولو پر وړاندې سپکې سپورې که څه هم نوي نه دي او پدې ټول مبارزین باوري دي چې یوه ورځ به حق ثابتیږي او پر سپکو سپورو چا کورونه نه دي ودان کړي خو د غني پلویان د خپل محبوب د ناکامیو او خامیو د پټولو له پاره د مبارزو او وطن‌پالو انسانانو په هېڅ ارزښت او انساني کرامت دریغه نکوي سپکاوی یې کوي، ښکنځي یې او بالاخره د مبارزې پر مخ یې د هرې ناروا لارې خڼډونه جوړوي.

د غني د شخصیت د بقا او د محبوبیت ساتلو لپاره دې د غني پلویان پر یوې بلې داسې اهمې لارې غور وکړي، څو د خپل محبوب پرده پټه کړي.

خدای مه کړه که د غني پلویان د ښکنځلو او سپکو سپورو دود ته نوره هم پراختیا ورکړي د غني پاتې محبوبیت، شخصیت او بقا ته به په لوی لاس تاوان واړوي او په ولس کې به شته محبوبیت د خپلو پلویانو له امله وبایلي.