نه ختمیدونکي جګړه!

څو لسیزې وړاندې شوروي اتخاد د خپلو ګټو د پلي کیدو او سمون لپاره افغانستان ته خپل سور لښکر راولېږه.

غوایي سرو شورویانو دننه په یو کال کې ټول افغانستان داسې له یو ناورین سره مخامخ کړو، چې د بدن غوښې یې ترې نه وشوکولې او افغانستان تش هډو پاتې شو، خو دا بدبختي پای ته ونه رسیده.

د دې پاتې شوې هډو د خوراک لپاره د ایران او پاکستان وږيو لیوانو د جهاد په نامه را ودانګل.
د پاکستان د وخت مشر جنرال ضیا الحق د دې جهادي رهبرانو څخه اووه تنظیمونه ساز کړل، دا تنظیمونه یې په لاندې نومونو وویشل.

۱ـ حزب اسلامي، د ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې
۲ـ جمعیت اسلامي، د برهان الدین رباني تر مشرۍ لاندې
۳ـ حرکت انقلاب اسلامي، د مولوي محمد نبي محمدي تر مشرۍ لاندې
۴ـ حزب اسلامي خالص، د خالص او مولوي محمد یونس تر مشرۍ لاندې چې خالص اصلاً هېڅ صلاحیت نۀ درلوده، واک د حاجي دین محمد او حاجي عبدالقدیر په لاس کې ؤ.
۵ـ ملي محاذ، د پیر سید احمد ګیلاني تر مشرۍ لاندې
۶ـ د نجات ملي جبهه د صبغت الله مجددي تر مشرۍ لاندې
۷ـ اتحاد اسلامي د عبدالرب رسول سیاف تر مشرۍ لاندې
خو جنرال ضیاالحق پر دې ټولو کې پر حکمتیار ډېره پیرزوېنه درلوده.
په ایران کې هم نهه جهادي تنظیمونه جوړ شول، خو کله چې افغانستان ازاد شو، دا ټول تنظیمونه بغیر له حرکت اسلامي نه تر حذب وحدت پورې عبدالعلی مزاری په مشرۍ مدغم شول، تر څو ایران وکړی شي، د دغه ګوند په واسطه د افغانستان په دولت کې خپلې غوښتنې د افغانستان پر خلکو او دولت عملي کړي.

جګړې زور واخېست، افغانستان کې اور بل شو، امریکا هم د خپلو ګټو په خاطر، په تاریخ کې د برطانیا له کرغیړن تاریخ وروسته را ودانګل، د روسانو د ماتولو په تلاش کې شول.
امریکا غوښتل، روانه لوبه د ځان پر لور راوڅرخوي.
همغه ؤ، چې روسانو خپل لښکر د امریکا له ناوړه سیاست څخه په ضرر کې ولید، نو د جنګ اوږدول یې د شوروي اتحاد لپاره په تاوان حس کړه.

کارمل یې ور سره کړ او له افغانستانه یې پښې سپکې کړې.
دا لوبه همدلته پای ته ونه رسیدله، شوروي نه غوښتل، چې په جګړه کې د ورپېښو تاوانونو څخه تش لاس، لاس تر زنې کیږدي او کور کې قرار کیني.

د سلیمان لایق پر خبره، د هغه وخت د شوروي ولسمشر ګورباچوف کارمل ته وویل: آیا کولی شې، چې افغانستان له روسانو پرته وساتې؟

کارمل وویل: نه صاحب!
د ګورباچوف سترګې په ډاکټر نجیب الله ولګیدې، چې هغه وخت په روس کې د افغانستان سفیر ؤ، ورته ویې ویل: ته کوی شې؟
ډاکڼر نجیب الله وویل: هو؛ ولې نه!

مونږ خپل ځانونه ساتلی شو، تر څو به پدې بهانه مونږ روسان ساتي.

ډاکټر نجیب الله کابل ته راغئ او د افغانستان واکمن شو، ولسونو د جهادي تنظیمونو د مشرانو په شورارش یو ځل بیا وسلوال جهاد ته مخه کړه.

د دوی ادعا دا وه، چې ډاکټر نجیب د روسیې حکومت ته په وفادرۍ ولاړ دی او لاسونه یې د افغانانو په وینو سره دي.

په همدې کال د امرېکا جمهور رئیس رونالډ ریګن د مجاهدینو مشران، ګلبدین حکمتیار، برهان الدین رباني او... امرېکا ته راوبلل او هغوی ته یې وویل: چې امرېکا له مجاهدینو سره هر ډول مرستې ته خاضر دی.

په ۱۹۸۹م کال روسان د ژینو کنفرانس د خبرو له مخې له هېواد څخه خارج شول، خو ډاکټر نجیب بیا هم چا پرېنښود.

بالاخره وار په وار حالات بدلیدل، ډاکټر نجیب له ماتې سره مخ شو او تنظیمونه بریالي شول، د پیښور د موافقنامې په اساس چې د ټولو تنظیمونو مشران به دوه، دوه میاشتې وار په وار حکومت کوي، رامخې ته شول.

صبغت الله مجددي د واک ګدۍ په لاس کې واخیسته، ګلبدین حکمتیار او احمدشاه مسعود د یو بل پر وړاندې مقابلې ته راودانګل.

خضرت صایب مزار ته سفر وکړ، هلته یې عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه او د خالد بن ولید (رض) لقب ورکړ.

د جهادي تنظیمونو ترمنځ د واک پر سر جنګ اوږد شو، پاتې شوی هډو په تش کالبوت د بدلیدو په حال کې ؤ.

کابل لوټې، لوټې شو، میئندې بورې شوې، ماشومان بې سرپرسته شول، خلک له لوږې او فقر مړه کیدل.

جنګ دوام وکړ، جهادي لیوان د یو بل او د ولس په داړلو نۀ ماړیدل، بالاخره د ولس د صبر او زغم کاسه ختمه شوه، په هېواد کې نارواوې اوج ته ورسیدې.

حق نا حق، سم او نا سم د بادارانو په سترګو کې له یو غبار پرته بل څۀ نۀ ؤ.

کندهار کې یوه ډله د اسلامي امارت تر نامه لاندې راپورته شوه او د جهادي تنظیمونو سره لاس او ګریوان شوه.

نړۍ حیرانه وه، شروع شوی جنګ خو د کفر او اسلام په نامه پیل شوی ؤ، خو اوس یې خپلو کې پر یو بل ترحم نۀ کیږي.

بیا هم ناورین پای ته ونه رسیده، طالبان د اسلام په جامه کې واک ته ورسیدل، د هېواد وګړو ایله په وجودونو کې سا احساس کړه، خو دا شپې او ورځې هم ډېرې کمې وې.

امرېکا چې تازه د تازه دمي ځواک په حیث په نړۍ کې اقتصادي مستعامرې رامنځته کړې وې، افغانستان ته بیا را مخ کړ.

اسامه بن لادن یې پلمه کړ او پر افغانستان یې نظامي هجوم راوړ، یو زمان سور بریتي ووتل، بل ځای سور بریتي راننوتل.

د افغانستان د بدبختۍ شپې او ورځې یو ځل بیا پیل شوې، خلک بې عزته شول، د مییندو او خورګانو په سترګو کې کرل شوی نم په غوړیدو او تازه کیدو شو.

ماشومان او سپین ږیري ووژل شول، ځېنې د جهاد خود غرضو اشخاصو له امرېکا سره لاس یو کړ او ځېنو نورو پاکستان ته تېښته وکړه او په مورچو کې کېناستل.

غوبل بیا پیل شو، د بن کنفرانس ته لاره هواره شوه، حامد کرزی یې موقتي ولسمشر وټاکه خو...
ټاکنې راغلې، ټاکنې وشوې، د جهاد ټیکه داران وپړسیدل، د کرزي په دوه ځلۍ دوره کې یې خیټې له حلالو او خرامو ډکې کړې، ځانونه یې وپړسول او فرغونان شول.

پاکستان د اتوم څښتن شو(!) د امرېکا د پروژو د تطبیق لپاره یې لوبه جاري وساتله، په زرهاوو خلک مړه شول.
بالاخره واک اشرف غني ته انتقال شو، خو دا خوارکی هم د دې دومره ډېرو نړیوالو جالونو څخه په امن نۀ شو، له هرې خوا وځپل شو او ځپل کیږي خو د افغانستان خلکو ځان ونه پیژانده.
ګلبدین حکمتیار د سولې خبرو ته را وړاندې شو، سوله وشوه، مظلوم ولس د امیدۍ سترګې وغړیدې.

د طالبانو سر پناه ورکه شوه، هیله مندي را پیدا شوه، چې طالبان به هم سولې ته راوځغلي، خو نه؛
څلورمه لوبه پای ته ورسیده، خو د پنځمې لوبې پیل وشو، امرېکا د پاکستان په لاس داعش ته زمېنه برابره کړه او یوه نوي افراطي ډله رامنځته شوه.

ظلمونه اوج ته ورسېدل خو د روان جنګ د ختمیدو لپاره کلک هوډ تر سترګو نه شو او افغانستان د یوې نامعلومې او ښکاره بلا او ښامار په منګولو کې ایسار پاتې دی او د ځان د ژغورلو ناکامې هڅې کوي.