د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته، د امریکا د وخت جنرال ایزنهاور؛ چې وروسته د امریکا جمهور رئیس هم شو، یوه طرحه وړاندې کړه، چې د (دومینو) په نوم یادیږي.
په دې طرحه کې ویل شوي و، چې څه ډول کولی شو، د شوروي اتحاد د مترقي ایډیالوژۍ د پرمختګ مخه ونیسو.
دا موضوع یې انګلستان استخبارتي شبکې (M16) سره شرېکه کړه.
انګلیستان ایزنهاور ته په ځواب کې وویل، چې دا ډېره اسانه او ساده خبره ده، فلسطین له پخوا د ملتونو ټولنې د مندات (Mandate) تر سیستم لاندې ماته سپارلی دی، مونږ ته اسانه ده چې فلسطین په دوو لویو ټوټو وویشو، یوې خوا ته اسرایل او بلې خواته فلسطین.
په دې ډول به مونږ وتوانیږو، چې په خلیج کې د شوروي اتخاد د مترقي ایډیالوژۍ مخه ډب کړو، هغه و چې په (1948) کال فلسطین په دوو لویو ټوتو ووېشل شو، ولې دغه سرخد پخپل ذات کې ثابت پاتې نه شو.
د امریکا په جدي او غوث ملاتړ اسرایل پدې وتوانېدل، چې په یو لوی اټومي طاقت بدل شي او خپلې خاورې ته پراختیا ورکړي، تر دې چې تر بیت المقدسه پورې ورسیدل، کله چې د امریکا سفارت بیت المقدس ته انتقال شو، دغه ورځ د اسرایلو له اویایمې کلیزې سره سمون خوري، چې پکې د درې دېرشو هېوادونو بېلابېلو استازو ګډون کړی و، په همدې ورځ تر پنځوسو شاوخوا وګړي قتل او زرګونه انسانان پکې ټپي شول، په نوموړو درې دېرشو استازو کې د پاکستان استازي هم ګډون درلود.
دې پیښې په رامنځته کیدو سره ټول عربي هېوادونه چوپ پاتې شول او هېڅ ډول اعتراض یې ونکړ، دا په دې مانا چې عربي هېوادونه د اسرایلو او امریکا له دغې پرېکړې سره موافق دي.
پاکستان
د تل په څېر ایزنهاور د خپلې طرحې د لا ښه پلي کیدو لپاره له انګلستان غوښتنه وکړه، چې یو بل پټک ته هم په جنوبي اسیا کې ضرورت دی، چې تاسیس شي.
انګلستان ومنله، او ایزنهاور ته یې وویل، هند له پخوا زما مستعامره دی، زه کولی شم، چې هند په دوو ټوټو ووېشم.
دې هدف ته د رسیدو په خاطر انګلستان محمد علي جناح چې په انګلستان کې لوی شوی او د انګلستان تابیعت یې هم درلود، انتخاب کړ، ترڅو وکولی شي، د دې پرې شوو (ټوټو) واکمني ترلاسه کړي.
انګلستان او علي جناح د هند د وخت صدراعظم جوهر لعل نهرو ته بلنه ورکړه، تر څو انګلستان ته سفر وکړي، کله چې دغو درېوو واړو په انګلستان کې غوڼډه وکړه، انګستان جوهر لعل نهرو ته د هند د ویشیدو خبره وکړه، جوهر لعل نهرو په خورا جرت سره ورته وویل، چې نند مه تقسیموئ! زه تاسو ته ډاډ درکوم، چې زه به په هند کې د ټولو لږکیو اقلیتونو حقوق خوندي کوم.
انګلستان او علي جناح له پخوا پرېکړه کړې وه، چې باید په دوو ټوټو هندوستان او پاکستان وویشو، همغه وه چې دا پرېکړه د اګست په څوارلسم په(1947) کال کې عملي شوه او هند په دوو برخو ووېشل شو او قاید اعظم علي جناح د لومړي جمهور رئیس په توکه په اسلام اباد کېناوه.
اوس پوښتنه داده، چې آیا پاکستان واقعآ د اسلام په نوم جلا شوی!؟
نه هېڅکله هم نه!
اوس هم پاکستان د (Uk) د مشترک المنافع سیستم غړی هېواد بلل کیږي او د انګلستان تر اثر لاندې شپې سبا کوي او په هېواد کې یې د انګلستان د (F.C.R) قوانین د تطبیق وړ دي.
د اسرایلو او پاکستان د رامنځته کیدو څخه دې نتیجې ته رسیږو، چې دواړه هېوادونه د انکلستان او امریکا د پروژو د تطبیقي همغږۍ سرچېنې بلل کیږي او د امریکا او انګلستان له ګټو څخه په سیمه کې دفاع کوي.
وروستي