د کومو کسانو تر منځ چې د شخصي ګټو په اساس مخالفت پيداشي، دا مخالفت یې لومړی د دواړو لوريو ترمنځ کورني اختلافات زیات کړي، بیا د یو او بل لوري ترمنځ قومي اختلافات هم ډېریږي، که دواړه د یوه قوم وي ، یو خپله شجره او تاریخ ډېر ښه بیانوي، خو مخالف لوری تهدیدوي، چې د ده پلار نېکه له بل ځایه راغلی، او زمونږ په قوم پورې اړه نلري هغه بل لوری بیا وایي، پلار نېکه یې زمونږ غلامان تیر شوي
دي دا مخالفت ورو ورو رېښې غزوي سمتي او ګوندي اختلافت هم ترې پيدا کیږي، یو او بل ګوند خپل سمت او ګوند دومره پاک بولي، چې د افراط بوی یې د سړي په ستوني درد کوي.
نو زه داهم در سره منم چې څوک مخالف ونلري، هېڅ ترقي او پرمختګ به ونه کړي، خو دا هم راسره ومنی، چې په افغاني ټولنه کې د هغو خلکو څخه د خلکو سخت بد راځي، چې د ټولنې د وګړو ترمنځ اختلافات او تفرقه پيدا کوي، د خدای په نزد هم د سړي د ګناه سبب کیږي.
دا هم در سره منم چې ستونزې په هره ټولنه هر ګوند او هر انسان کې پيدا کیږي، خو ته دا هم راسره ومنه، چې هره ستونزه حل لاره هم لري.
هر کله دې چې دا را سره ومنل، چې هره ټولنه ستونزې او حل لارې لري، نو مونږ او تاسو خو زیاتې ستونزې ولېدې کور، کلی او هېواد هم راته د لویو او ښکرورو ستونزو ړنګ کړو. خو دا لویې ستونزې د ډېرو واړو ستونزو څخه را زیږدلي دي، چې زه او ته او د هېواد نور ولس یې اوس قرباني ور کوو.
دا ستونزې حل کیږي، خو که د ستونزې په هکله سړی ښه فکر وکړي، چې د هېواد لپاره څه ګټه لري؟
او شخصاً یې ددې ټولنې لپاره څه ګټه ده؟
نو یو متل دی، چې ګټه په توان کیږي، هرکله چې دا منو راشی چې توان وکړو، له شخصي ګټو څخه تیر شو، ملي ګټو ته مخه کړو، ترڅو لېدې واړه توان په اساس لېدې لوی ملت لپاره لویه ګټه وکړو.
(ګربزوال)
وروستي