برما او کوزه پښتونخوا!

د برما په مسلمانانو ظلم، تیری او تجاوز غندو باید نړیواله ټولنه یې هم پر وړاندې چوپ پاتې نشي، او ټول مسلمانان هم باید د دا ډول ظلم پر وړاندې خپل دریځ غوره کړي.
خو زما د کوزې پښتونخوا درانه مسلمان او د پښتنو درانه قومونه هم د پاکستان د پوځ تر سختې محاصرې لاندې دي.
له کوره بهر نه پرې ښودل کیږي.
که له دوکان څخه د اړتیا وړ شیان راوړي، له پوځ به اجازه اخلي.
که مریض له ناروغۍ مري ډاکټر ته په ازاد ډول نشي تللی.
میلمه ته یې هم اجازه نه ور کول کیږي.
جرګه چې د پښتنو میراث کڼل کیږي، د پاکستان پوځ اجازه نه ور کوي.
نو د هېڅ ډول ظلم څخه په امن کې نه دي، خو د برما مسلمانان په ډلییز ډول ووژل شول، خو د پاکستان پوځ ډېر قومي مشران، مخور، درانه علماء کرام او هغه مسلمانان چې د خاورې وطن او اسلام لپاره یې کار کولو، د څو کالو راهیسې په انفرادي او مرموز ډول له منځه وړي دي.
او لا هم دا لړۍ روانه ده.
که نن د داسې ظلمونو مخه ونه نیول شي، یوه ورځ به داسې هم راځي، مونږ او زمونږ کوز پښتانه به د برما د درانو مسلمانان غوندې په ډلییز ډول قتلیږو، او نړیوال به مو یوازې تماشه کوي، رسنۍ به مو خبرونه خپروي، سیاسیون به په مونږ شوی ظلم غندي.
خو هېڅوک به د پورته کېدو لاس نه راکوي.
ځکه پاکستان غواړي، چې زمونږ څخه ازادي واخلي، خو افغانان په تاریخ کې هم چاته د غلامی سر نه ټيټوي.
زه د برما مسلمانانو ته دعا کوم، دوښمن مو تباه او برباد شه، او له کوزې پښتونخوا درانو مسلمانانو ته هم دعا کوم، خدای د تاسې هم نور د پاکستاني پوځ له ظلم څخه وژغوري.