سپين باج پټکی یې په سر وو، سورچکه ږیره یې ښه ښکلي غوړه کړي وه، په شونډو یې نرۍ موسکا له ورایه ښکارېده هغه وخت یې د ملي پيوستون سره دنده لرله.
ما یې هم، قدر او عزت د ځان وجیبه ګڼله او تر هر چا یې زه احترام ته زیات قایل وم، ځکه د ښو خلکو په خدمت کې مې
د جنت باغچې، چمنونه، خوشبویی او جنتي حورې لېدې او لاهم د ښو خلکو احترام ته تر هرچا زیات ارزښت او مینه ور
کوم .
هغه وخت چې مازدیګر کلي ته لاړم، ټول کلیوال راته برګ - برګ کېدل، چاته راته ویل چې زما د کور غړي دولت نه دي
حساب کړي، چا راته ویل زما نه یې دوه غبرګ کورونه(کډې) ورکې کړي دي.
چا راته ویل دا ظلم تاسو راسره وکړو.
ولې به کلیوال نه غوسه کېدل!
په یوه کور(کډه) ښځه میړه او ماشومانو یې دولت لس زره افغانۍ ویشلې تر څو د اړتیا وړ شیان ورته واخلي.
او څنګه به د ظلم او تیري ته کلیوال نه غوسه کېدل، چې په اتیا کوره کلي کې یې اتلس کوره (کډې) ورکې شي او د یو لک اتیا زره افغانیو څخه کلیوال محروم پاتې شي.
نو حتماً به د لوی خیانت ته کلیوالو د کرکې، نفرت او قهر په نظر کتل.
ماهم سبا د ملي پيوستون له دفتر سره دا خبره شریکه کړه، خو چا راته هېڅ کره معلومات نشول راکولی، خو د ملګرو په همکاری مو هڅه وکړه، چې د خپلو کلیوالو ورک شوي کورونه (کډې)راپيدا کړو، هرکله چې له زیاتو هڅو وروسته کورونه(کډې) پيدا شوې!
نو یو هم پکې هغه د باج پټکي او سورچکې ږیرې ملا و، چې زمونږ د کلیوالو څخه یې د اتلس کورونه پيسې غلا کړي وې، چې تقریباً یو لک اتیازره افغانۍ کېدلې.
ورک کورونه (کډې)پيدا شوې، کلیوال خوشاله ول، ځکه چې حق حقدار ته وسپارل شو، زمونږ سترګې ورته جګې شوې خیانت په مونږ ثابت نشو، خلکو ته غله په ګوته شول.
او ماته ځان لوی ملامت ښکار شو، ځکه زه د یو چا په ظاهري جوړښت خطا شوی وم، له باطني اړخه یې هېڅ خبر نه وم.
نو دا چې!
په هره ټولنه،قوم ،ګوند، او ډله کې ښه او بد خلک شتون لري، خو څوک باید د چا په ظاهري بڼه خطا نشي، ځکه
دا ټولنه چې تباه او برباد کړه یو علت یې موږ پخپله یو، ځکه هرڅه ته د ظاهري جوړښت له زاویې ګورو، خو د باطني جوړښت په ارزونه کې بیا پاتې راغلي یو.
نو تاسو هم هېڅکله د چا په ظاهري جوړښت مه خطا کیږئ!
وروستي