که د کوزې پښتونخوا درانه پښتانه د پنجاب په غوړو، وعدو، د پنجاب په کالدارو او د پنجاب د فکر د تاثیر لاندې رانشي، نو ممکنه ده، چې په سوله امن او ازادی کې ژوند وکړي. ځکه دا درانه خلک د ۷۰ کالو راهیسې د پنجاب لخوا سخت وزورېدل، ځوانان یې در په در شول، په یوه او بل نوم ووژل شول ، د کلي او قوم سړي یې د پنجابي په ټوپک وویشل شول.
په ۷۰ کالونو کې دا لومړی ځل دی، چې د کوزې پښتونخوا پښتانه په دومره زیاته اندازه د اسلام اباد تر واټونو رسیږي، د خپلو حقونو غوښتنه کوي، د پاکستان ظلم، تیري او تجاوزونه غندي.
زما سپارښتنه د یو پښتون په صفت دا ده!
باید دا خلک د پاکستان څخه حساب وغواړي، چې د کوزو پښتنو سره یې څه کړيدي؟
ولې یې دا څو لسيزې پښتانه ووژل؟
او ولې یې پښتون قوم له خپلو حقوقو بې برخې کړو؟
او بله دا چې باید پدې لاریونونو کې چې د کوزې پښتنو د پښتون ولس لپاره زیات اړین دي، دا د یوې قبیلې او یوه ټبر مسئله نه ده، باید ټول د شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، پېښور، بنو، کراچۍ، کورمې او ټل پښتانه په خپلو امکاناتو ځانونه تر اسلام آباد ور سوي او دا ثابته کړي، چې پښتون هر چاته د ژبې ځواب په ژبه د سوک ځواب په سوک او د ټوپک ځواب په ټوپک ور کولای شي او دا هم خپلو سیالانو ته ښکاره کړي، که د پښتون قوم په پاشلو هر څومره خواري وکړئ، بیا هم پښتانه قوم راټولېدلی، متحد کېدلی او را پورته کېدلی شي.
ځکه دې ستر قوم په تاریخ کې د خپلې خاورې، ولس او ناموس څخه دفاع او ساتنه کړي ده.
نه یې څوک محکومولی شي او نه به یې څوک محکوم کړي.
خلیل جان ګربزوال
وروستي