هغه عزیزان او ملګري چې بېرون ملک تبلیغ ته د خیره سره ځي د هغو په حدمت کې عرض دی چې خپل پاسپورټ او ایډنټي کارډ د ځانه سره محفوظ وساتۍ د خپلو پيسو چا سره ذکر مه کوئ چې څومره راسره دي . د خپلو جامو او د خپلو بسترو او بکس پوره خیال ساتئ . مال خپل ساته ملګری غل مه نیسئ.
جماعت د بیلجیم څخه د هالنډ د هاسلټ په لیار د المان په لور حرکت وکړ . شپه مو په لار کې د موټر وې په یوه هوټل کې تېره کړه . بله ورځ د مازدیګر د لمانځه په وخت د اطریش مرکز ویانا مسجد ابراهیم ته ورسېدو .
په اطریش کې مو په مسجد ابراهیم کې د فلسطین د بیر ضیحاء څخه د راغلی جماعت سره یوه ورځ ښه ګشتونه او مالقاتونه وکړل دا جماعت د څلورو میاشتو لپاره په اروپا کې کار کوی. په صبا مو سفر د هنګری په لور و هنګري د اطریش څخه لرې نه ده . بوډاپيست ته په رسېدو مو په لاره کې د اسلامک سنټر د رېسیپشن منېجر ښاغلی راحت الله شینواری سره ملاقات وشو راحت الله شینواري د نوم وتی شېخ القراء استاد برکت الله سلیم وراره دی د ډېر وخت راهیسې په بوډاپيسټ کې د اسلامک سنټر رېسیپشن منېجر دی زمونږ ېې دروند استقبال وکړو کور ېې ودان . په بوډاپيسټ کې مو په هاسټلونو کې د مختلفو هیوادونو محصلینو چې زیاتره په کې د پاکستان و ملاقاتونه وکړل یو بل مګری جهانزېب او راحت الله مکمل نصرت او اکرام وکړو. بل صبا بیا حرکت مو د رومانیا په لور وکړو . د رومانیا او د هنګري تر منځ په پوله مو د اندراج او رجسټرېشن په بهانه د يوه مسلمان پولیس افسر په مرسته د ډېرو خلکو تر غوږو د کلیمې ارزښت او ولې ؟... په مسلمانانو........ هغه نور ټکی سیاسی دي دلته ېې د تبلیغ د اوصولو په خاطر ذکر کول مناسب نه بولم لنډې خبرې وکړې . رومانوی پولیس افسر اعتراضا وویل چې د تبلیغ والا تل مسلمانانو ته ورځي ولې مونږ حق نه لرو چې تبلیغ راته وکړۍ؟. بس د اوصولو د مخه مو دومره ورته وویل چې مونږ ټولو انسانانو د الله ج په دربار کې د هدایت سوال کوو په دې خبره هغه خوشحاله شو.رومانیه لوی هیواد دی د شپې په دوه بجې مسجد رحمان بخارسټ ته ورسېدو . نزاکتا مو د مسجد دروازه ونه ټکوله دوه ساعته مو په خپل وېن کې انظار وکړ کله چې اذان وشو نو بیا مسجد ته ننوتلو . په مسجد کې خلکو تود هرکلی وکړو درې ورځې مو دلته کار وکړو بل تشکیل مو طیبه جومات ته Colentina وشو درې ورځې مو هلته کار وړکو ښه استقبال وشو خو خلک د روژې له وجې په خپلو ابتدائي کارونو کې لګیاو . افغان،پاکستانی ، عرب ،سوری،فلسطینین او مقامی رومانین مسلمانانو سره ښه ملاقاتونه وشول . فضاء د دعوت او تبلیغ لپاره جوړه وه. زمونږ څخه وړاندې یو جماعت د برتانیه بل د ملائيشا څخه راغلی و خو هغوي په نورو ښارونو کې کار کولو. بخارسټ کې یولس مساجد او څلور مصلې فعالې وې. په نورو ښارونو کې بیا جوماتونه او همداشان مسلمانان زیات دي. په بخارسټ کې د ترکې د حکومت په مرسته دا وخت یو لوی اسلامک سنټر او جومات چې په لسګونو زره خلک به په عبادت او یو اسلامې پوهنتون د دینی زده کړو لپاره د تعمیر لاندې دی. د رومانیا څخه مو د بلغاریا په لور حرکت وکړ کله چې مونږ د بلغاریه پولې ته ورسېدو نو د روسېو په نوم کلی چې ټول وګړي ېې مسلمانان دي پولیسو را وپيژانده دې سره هم داسې دا لاندې ټولې منطقې د مسلمانانو دي . plaudiefپلاؤڈیف
,Ismolin اسمولین
,pazarjikپازرجیک
samakofeسماکوف, kostenzilکوستنزیل.
Karjilyکارجیلی
, kharmaliخارملی,
خارکوفKharkov
showmenشاؤمین.
رازگرادRazgrad
,pleywenپلیوین
دا ټول ښارونه او کلي د مسلمانانو دي . دې کلو کې په لاؤډسپيکر اذانونه کیږي . خو په صوفیه کې بیا کمونسټ رژيم د ټولو مساجدو دروازې د لاؤډ سپیکراذان کونکو پر مخ بندې کړې وې. مسلمانانو په ښکاره هیڅ مذهبی رسومات نه شول لمناځلی . په ۱۹۸۶مېلادی کال د لېبیا اولس مشر ډګروال قضافی دې هیواد ته رسمی سفر درلود په هغه وخت کې د صوفیه ترکانو او بلغاری مسلمانانو د کرنل قضافی درون هرکلی وکړ . او د نوموړی څخه ېې غوښتنه وکړه چې د خپل سیال د بلغاریه اولسمشرته دا پيغام ورسوی چې د مسلمانانو په عبادت ځاینو لګېږدلي بندېزونه لغوه کړی . د لېبیا د اولسمشر د ملاقات څخه وړاندې د بلغاریه اولسمشر اعلان وکړ چې دټولو مسلمانانو لپاره د هغوی د جوماتونو دروازې خلاصې شوې او مسلمانان په ډاډه زړه خپل رسومات لمانځلی شي. خو بیا هم کمونسټ رژیم په خپل مکارتوب سره صوفیه کې صدارتی محل ته مخامخ لوی مسجد همداسې د مسلمانانو په مخ بند او کلیسا ېې ترې جوړه کړه بلکې کمونسټ رژيم په دې بس ونه کړ او د خارجه وزارت د ودانۍ په بڼ کې تاریخی مسجد ېې ارتوډيکس عېسیانو ته وسپاره چې ترې کلیسا جوړه شوې ده زه دننه ورغلی یم د مسجد ټول عمارت د عثمانی خلافت د وخت دی محراب کې ېې د حضرت مریم ع او د عیسی ع مجسمې ودرولی دي . خو اوس ېې په کلیسا بدل کړی دی خو بهرنۍ محراب ېې په خپل اصلی شکل پاتې دی . قبله روح دی او د هغهې زمانې د قاضی افندي لوحه پرې لږېدلې ده .اوس په صوفیه کې درې مسجدونه فعال دي یو ېې د عربانو او دوه ېې د بلغاری ترکانو دي او مسلمانان په کې خپل عبادتونه کوي . د صوفېې په مرکزی جومات باندې د روژې په اوله ورځ شرپسندو د شرابو د بوتلونو ګذارونه کړی و خو تاوترخوالی پولیسو ژر کابو کړو اوس دلته پولیس د روژه ماتی په وخت ولاړ وی . د تعجب خبره خودا ده چې د روژه ماتی څخه شاته کله چې مسلمانان روژه ماته کړي د صوفیه هفه شرپسندارتوډيکس او نور ټول د خوراک لپاره په قطار کې ولاړ وی. په بلغاریه کې د دین د محنت ښه چانس شته دی. دې سره سره که څوک وغواړی دلته د بزنس چانس هم شته پيسه ېې د یورو څخه کمه ده ارزانی ډېره ده. نفوس ېې اوه میلیونه دي. چې دوه نیم میلیونه ېې مسلمانان دي . زراعت او کرکیله ، تجارت ېې عمده وسیلې دي . ژبه او رسم الخط ېې روسی ته ورنژدې دی . د د نفوسو په تناسب ېې د خاورې مساحت خورا زیات دی. د بلغاریه څخه د مکدونیا په لور مو حرکت وکړ بارډر ته چې ورسېدو لکه کوم اسلامی هیواد ته چې داخل شو هر حرکت د خلکو د لیدو و اسکوپيا چې د مکدونیه پلازمېنه ده ته په رسېدو مونږ د ترکانو د طب فاکلتې مخې ته تم شو. مونږ ځایی ملګری ذیلکفل سره رابطه وکړه هغه سمدستی راغلو او د تیتیووا د تبلیغی مرکز پورې ېې زمونږ رهبری وکړه . په تیتیووا کې مو یوه ورځ ښه ملاقاتونه وکړل د برتانې او د ترکېې څخه راغلیو جماعتونو خایسته فضاء جوړه کړې وه افطاری مو ور سره یو ځای وکړو شپه مرکز کې تېره شوه . صبا د تیتیووا څخه د ځایی ملګرو په رهبرۍ د البانیا پولې ته څېرمه ته د یو Podgorica کلی ته تشکیل وشو درې ورځې مو ښه کار وکړو یو جماعت مو د درې ورځو لپاره نقد تیار کړد Podgorica څخه ته بل تشکیل ټورسټي ښار Struga د دوه ورځو لپاره وشو الحمدالله ښه مقامی ملګري ډېر دی دلته . Struga یو سیاحتی ښار دی 130000نفوس لري 70% ېې مسلمانان دي هيڅ تشنج نه لیدل کیږی . خلک ارام ژوند لری او په خپلو کارونو لګیا دي . زیاتره ېې دتعمیراتی کارونو سره تړلی دي چې په نوره اروپا کې په محنت لګیا دي. دټولې اروپا په نسبت تېل په کې د سعودی څخه هم ارزان دي په پنځوس دیناره یو لیټر ډيزل دي حالانکه په اروپا کې یو لیټر په یو یورو عشاریه درې څلوېښت سینټه دی . په دې حساب سره دلته تیل په دېرش سینټه لیټر دی . غنم جوار اوربشې الوګان ټماټر سټوبری چری یا ګیلاس سره مرچ کبان مالداری ېې د ژوند ضرورتونه پوره کوي. هم داشان د ورځنی ضروریاتو د شیانو هم ارزانی ده .ان شاالله نن به جماعت د البانیا په مخ حرکت کوی دوعاګانې کوئ. جماعت د خیره سره البانیه ته داخل شو دا وخت مونږ په البانیا کې په تبلیغی مرکز[ مکی مسجد] کې یو . البانیه درې اتیا سلنه مسلمانان لری. خو ارتوډیکس عېسویان او څه اندازه کاتولیکان هم لري. مرکز ېې تېرانا دی . د بحر سره سره د مکدونیه، کوسووا او بوسنیا هرزګوینیا سر ګډې پولې لري. اسغار ېې البانوی لیک دی ژبه ېې البانوی ده . دوه ورځې وروسته زمونږ تشکیل د ځایی ملګرو سره یوې نوې کالونۍ ته وشو په دې کالونۍ کې ټول مسلمانان اوسېږي د جمعې مبارکه ورځه ده نوی خایسته جومات دی د روژې مبارکه میاشت ده خو د لمانځه لپاره درې صفه جوړ شول . د مازدیګر د لمانځه شاته مو په همدې نژدې کوڅو کې ګشت وکړ. ټول په خپلو کارونو لګیا دي د روژې د نوم سره خو اشنا دي خو د نیولو پرکټس ېې تر اوسه نه دی کړی الله ج دې د دوی او زمونږ هدایت نصیب کړي. یوه کس چې لاس ېې پرې شوې و په ډېر اسرار کور ته دننه کړو دننه ېې پلار سیګرټ پلاس استقبال ته ولاړ و. ورسره مو روغبړ وکړ ځان مو وروښود چې مونږ د مکدونیه څخه ستاسې ملاقات ته راغلی یو هغه سمدستی پورته شو او د کافی د جوړولو تکل ېې وکړو مونږ ورته وویل چې زمونږ روژه ده . هغه حیران شو چې اوس هم تاسې روژې نیسۍ؟. مونږ ورته وویل چې تاسې خو مسجد سره نژدې اوسېږۍ خوش قسمت ېې مونږ سره جومات ته لاړ شه . هغه وویل چې تر اوسه دې جامعه ته نه یم تللی جامعه په ترکی ژبه کې مسجد ته وائي هم دا وجه ده چې د بالقان اوسېدونکي جومات ته جامعه او لمونځ ته نماز وائي. په واپسئ کې ېې په ډېراسرار یو څو غوزان د روژه ماتی لپاره امیر صېب ته ونیول. د دې کالونۍ د مسلمانانو حال تقریبا یو شان و. یو شئ ورته پاتې دی چې ووائي مسلمان یم او د البانیا اوسېدونکی یم ارزو مې داده چې څومره ژر کېدی شي البانیا په اروپا یعنې شینګن کې شامله کړی شی. د حیاء جنازه وتلې او د مادر پدر اذادۍ ېې ځای نیولی دی . خو خبره دلته د ډومیسایل ده که هرڅومره دوی جامې اوباسی او لغړ شی او د مور او پلار په مخکې د اروپائي بوای فرنډ اکټینګونه شروع کړي خو اروپا دې ته تیاره نه ده چې د بالقان اسلامی هیوادونه د شینګن په قطار کې راولی ځکه چې مامخکې ذکر کړه چې د دوی په ډومیسایل کې د مسلمان لفظ تر اوسه باقی دی او دا هغه لفظ دی چې اروپایان ورته د نفرت او د شک په سترګه ګوري. تاسې به نژدې وخت کې د دې خبرې ګواه اوسۍ چې د بالقان غیر مسلم هیوادونه به یو د بل پسې په شینګن کې را ونغاړلی شی. مګر په مسلمانانو دا دروازه بنده ده ګنی که په ریښتیا سره اروپایان د ډيموکراسۍ پلویان وی نو ترکیه به اوس د دوي په قطار کې شامله وائي . اوس د بالقان د مسلمانانو د ځپلو لپاره د اوټان یا د ناټو په نوم د شمالی اټلانټيک پوځي اتحاد په ذکر شوو اسلامی هیوادونو کې حضور لری او مسلمانان د خپل تسلط لاندې ساتي نه ېې مسلمانۍ ته پرېږدپی. او نه ېې د ځان سره یو ځای کول غواړي. الله ج دې د مسلمانانومرسته وکړي الله ج دې د مسلمانانو څخه د خپل دین کار واخلی. نن شپه خو د البانیا ماشو زمونږ ښه استقبال وکړو د ورځې ګرمی وه او د شپې د ماشو بازار ګرم و. د مرکز لخواه زمونږ اولنی تشکیل رینګ ووډ ترانا ته وشو درې ورځې دلته ښه ملاقاتونه وشول خلک د دین سره علاقه لري خو د کلیمې ویل ورته په ژبه باندې داسې دی لکه سم غر دې چې ورباندې بار کړو ګرم ېې نه بولم ځکه چې په کومه ټولنه کې چې دوي نړۍ ته سترګې غړولي دي نه چا ورته په غوږ کې اذان کړی نه د نکاح په وخت ېې کوم شرعی واده و . په کومه ټولنه کې چې د واده په ورځ ناوې د خلکو په مجلس کې ناڅولی شی د هغو څخه به د کوم اسلام طمعه ولرې؟. د چا چې رسومات ېې. اسلامی اداء شوی نه وي چېرته چې څلور کسان د جمعې په مبارکه ورځ مسجد ته لاړ نه شی آيا دوي حق لري چې د لوړو منارو جوماتونه دې ولری؟. هغوی ګرم نه و چې د دوی د جوماتونو څخه ېې اسطبل یا ارمی ډيسکوټيکونه جوړ کړی و. د ماښام اذان وشی دوی خبر نه دي چې روژه به هم څوک او څنګه ماتوی؟.د ژړا او ویر ځای دی بیا هم هغه مهربان ذات دی چې مونږ ته رزق راکوی. د درې میلیونه البانوی خلکو په ډومیسایل کې د اتیا فیصده خلکو ته د مسلمان په خانه کې نوم لیکي خو که ترې پوښتنه وکړې چې کلیمه درسته کړه نو پوره غر دې ورباندې کېښود دا حال دی زمونږ د مسلمانانو. اوس به څوک دوي ته راځي او څوک به دوی ته دین ورزده کوی؟. دا د چا وظیفه او دنده ده؟. په تبلیغیانو خو سل نومونه کږدي چې دا څلور میاشتې په کوم ځای کې راغلی دي ، تبلیغیان اوزګار دي ، دښځو څخه تېښتېدلی دي او داسې بې شمېره تورونه. خو کور د تبلیغیانو اباد چې سره د دومره تهمتونو بیا هم بستره په اوږو د نړۍ هر ګوټ کې ېې د مسلمانانو د احوال څخه زه او ته خبر کړو. مرکزونه ېې ورته جوړ کړل، مدرسې ېې ورته پرانستې دین ېې ور زده کړو. تبلیغیان ولې دا کار کوی ؟؟؟. نو که ستا څخه پوښتنه وشې نو سمدستی بې د کوم سوچ او فکر ستا ځواب دادی چې تبلیغیان د آئ ایس آئ. ایجنټان دي .پرون د ترانا په مرکز کې د اردن څخه راغلی جماعت کار ګزاری داوه چې په اردن کې د نینګرهار د اووه میاشتو جماعت چلیږی کوشش کوی چې د فلسطين د نصریه په اجتماع کې شریک شی کوم چې د دې میاشتې په 17/18/19/06/2017 تاریخ. کېدونکې ده. اعتراض حرام دی خو د خپل ځان اصلاح فرض ده . راځئ چې لس ورځې په تبلیغ کې هم ولګوو او به ګورو چې مونږ څومره په اوبو کې یو. د البانیا پيداوار هم د بالقان هیوادو په شان دي غنم ،جوار، هرقسم سبزیجات او مېوې ، کبان او مالدارېې د ژوند ضروتونه پوره کوي. تېل په کې د مکدونیه په نسبت ګران دي خلک ېې لږ ډېر په کورنی تجارت او تعمیراتی کارونو بوخ دي انډسټری ېې کمه ده خو وړې کارخانې لکه پلاسټيک، وسپنه، د سیمنټو بلاکونه او داسې نورې فعالې دي.
د بیلجیم څخه زمونږ سفر تر البانیا پورې طی شو دا سفر ۳۲۳۳ کيلومټرہ و ۔ان شاالله بل سفر به د بوسنیا هرزګوینا په لور وی.
وروستي