کل جو باغ وچمن دیکھے تھے وہ
آج صحرا ہے دیکھتے دیکھتے وه
زما په خاوره د غلیم په غلطو سیاستونو زما مشران د خپلو شومو ګټو لپاره ما قربانی کوي . تورخم هغه ځای دی چې د پولې دواړو خواه ته ئې یو قوم اباد دی . تورخم هغه ځای دی چې هره ورځ به پرې د ۵۰۰۰۰۰ پنځوسو زرو په شا او خواکې لرو برو عزیزانو تګ راتګ کاوه . نه پواګم چې تورخم چا د نظره کړ ؟. تورخم خو د ستړی مشی او د ښه راغلاست د دمې ځای و . تورخم به بیا ازاد شی ځکه چې دا د لرو برو د یوځای کېدو مرکز دي . په تورخم کې تهاڼې مه جوړوئ په تورخم کې د دښمنۍ تخم مه کرۍ . تورخم ته سپک مه ګورۍ . په تورخم کې به د تږو مسافرو لپاره د اوبو مټکۍ د دمې ځای او د شپې تېرولو څپرونه جوړ و . په تورخم کې د باچاخان شینواري مېنه ده . لږ د تاریخ پاڼې راوسپړۍ . مګر افسوس چې تورخم د شومو ګټو د سترګو اغزی ګرزېدلی . ټول په دې ښه پوهیږي چې د تورخم په ورځنی قرارداد باندې د غټو غټو په نغریو کې اور بلیږي . په دې هم خلک ښه پوهیږي چې د خیبر پښتونخواه د ګورنر د کور مصارف د پی اے او هم داشان دا لاندې تحصیلداران او صوبېداران څنګه د حیات اباد د بنګلو خاوندان شول ؟ . په دې هم اوس خلک خبر شویدي چې د تورخم ګمرک د مالې د وزارت څخه په قراردادی شکل کې جنګسالارانو ته سپارل کیږي . یوه خواه زور لګوي چې د نورو په امدن کې د خپلې حصې د معلومولو لپاره کله د تهاڼې په بهانه او کله د دهشتکردو د تېرېدو په بهانه ځان مطرح کړی خو اسلام اباد او کابل په تیاره کې ساتل غواړي . که اسلام اباد او کابل د اصل حقایقو څخه خبر شي نو د هغوي د پښو لاندې ځمکه به ولړزیږي . په تورخم کې د یوې اوږدې مودې راهیسې توره شپه ده . خو د رڼا کولو چل د پورته اړخونو څخه پټ ساتل کیږي . اخر څه وجه ده چې په تورخم کې دروازه یو دم داسې سخته بنده شوه او خبره د جګړې تر سرحده ورسېده . څوک به داسې وي چې په تورخم بې پرې سروې وکړي او دا مالومه کړي چې دا د سرو زرو چرګ باندې ولې د پولې دواړو غاړو خلک په تګ راتګ کې کړیږي؟ . هغه د ملی پولییو سرتیري د چا د ګټو ښکار شول؟ . جنرل راحیل صاحب آپ کیا سمجھتے ہیں کہ بلوچستان میں آرمی والے کرپشن کرسکتے ہیں طور خم میں نہیں ہو سکتی ؟۔
کیا واقعی طور خم سے دہشتگرد گذر سکتی ہیں یا آپ کو اندھیرے رکھا گیا ہے ؟۔
وروستي