د تورخم جنګ؟

 
(قالت نمله یا ایهاالنمله ادخلوا مساکنکم لایحطکنکم سلیمان وجنوده وهم لایشعرون ) سوره النمل .
عزیزانو! یوه حشره ( میږی ) د خپل قوم د ساتنې فکر کوی او ورته وايي چې خپلو سوړو (کورونو) ته داخل شئ د سلبمان ع لښکر راروان دی هسې نه چې د پښو لاندې مو نه کړي او هغوي به خبر هم نه وي . الله اکبر .
عزیزانو! نن څلورمه ورځ ده چې د روژې په دې مبارکه میاشت کې د ‌ډیورن‌ډ د پولې دواړو خواه ته په تورخم کښې پښتانه افغانان په جګړه بوخت دي . جګړه د چا ده څوک جګړه کوی څوک په کې مري او تاوان چا ته اوړی ؟ . کنځل څوک او چا ته کوي ؟.
عزیزانو ! د روژې په دې مبارکه میاشت کې خلک د پروردګار عبادات کوي او دوي په تاسې جنګ مسلط کړی دي . عزیزانو ستاسې دواړه خواه مشرانو ( برنی او لرني) سره د جنګ بندولو فکر نه شته . عزیزانو ! نن څلورمه ورځ ده چې د تورخم اولس د اور لاندې دی خو تر دې دمه نه اشرف غنی او نه عبدالله د تورخم څخه لیدنه کړې دا خو لا پرېږده چې د کابل وزېر دفاع او داخله وزیران خو بلکل لادرکه دي . زه خو وایم چې اول د هغوي په حق کې د بې درکۍ یو اعلان خپرول پکار دی چې دا معلومه شي چې په دوي کومه بلا رانازل شوې او که کوم شړق پرې راپرېوتی دی ؟ .همدا شان حال د پولې لرې خواته دی په لواړګی او خیبر کې کرفیو ده د پښتنو ځامن په وینو سره د خیبر په لاره پیښور ته انتقالېږي جنازې اوچتېږي میندې بوریږي تورسرو ته یتیمان پاتې شول خو مجال شته که د کوزې پښتونخواه د قام پرستانو یو بیان هم د جګړې په ضد تر اوسه نه دی راغلی . کوم بیانونه چې تر اوسه دوي رسنیو ته سپارلي دی یواځې همدومره ویلی چې خبرې وکړۍ ارې ظالمه ! کږه خوله په سوک سمیږي دوي کله خبروته کیني ؟ . په کار خو داوه چې د لرې خاورې قام پرستانو داسې مظاهرې کړې وی چې عاصب دې ته مجبور شوی وی چې په تېښته ئې د تورخم څخه پخې سپکې کړی وی . خو افسوس چې دوي داسې ونه کړل او د افغانانو د وینې په جاری ساتلو باندې ئې سترګې پټې کړې . تاریخ هر څه لیکي او شاته ئې پرېږدي . وخت به راځی څوک به بیا هسک ګوري او څوک به بیا ځمکې ته ټیټ خو مونږ به مړه یو .