استرالیا به تر ټولو چټک انټرنټي خدمات وړاندې کړي

د استرالیا رسنیو اعلان کړی دی چې یاد هیواد به ډېر ژر د انټرنټ څخه د ډاونلوډ تر ټولو چټک خدمات پلي کړي.
سرچینه وايي چې د یاد انټرنټ د ډاونلوډ چټکتیا به دومره زیاته وي چې د څو ثانیو په تېریدلو سره به د یوه سریال لس برخې راښکته کړای شي.
د استرالیا انټرنټي سرویس ویلي دي چې د یاد انټرنټ د راښکته کیدلو سرعت به په ثانیه کې یو ګیګابایټ وي، چې په دې سره به د اوسني انټرنټ لس چنده چټکتیا ولري.