
ليکواله :حليمه ديبا
ژباړن:محمدواصل وصال
دوه پنځه ګونه
دواړه لاسونه يې د يو بل سره ومښل او د خپلې بکسې نه يې د بوټانو د رنګولو برس راواخيست او د ولاړ سړي په بوتانو يې کش کړ .سړي له خپل بيګ نه د ورقو يو بنډل راوويست او ورقو ته يې په داسې شان سره کتلو چې ګواکې د کوم ورک شوي شخص په لټه کې وي .د سړي بو ټان دومره نوي نه وو نمجنه ټوټه يې له خپلې اوږې واخسته او بوټان يې پرې پاک کړ او بيا يې برس واخست او د بوټانو په رنګولو بوخت شو .په ننۍ ورځ دا دريمه جوړه بوټان وو چې دى يې په رنګولو بوخت وو.
هغه به هرسهاروختي له خوبه پاڅېد اود لمر خاته نه مخکې به يې ځان دموټروتم ته رساوه ترڅوځان ښار ته په وخت ورسوي .پلار به يې هغه ته ويلې هر څومره چې ژر له کوره د ښار په لور ووځي ډير بوټان به رنګ کړي او ډېرې روپۍ به لاس ته راوړي .
هغه په خپلو نازکو لاسونو په چټکى سره د بوټانو په رنګولو لګياودسړي له جامو دعطروخپريدنکي خوشبوي دومره له اغېزه ډکه وه چې ماشوم نه غوښته چې نوموړى کس دې دده له خوانه لاړشي .هغه هم د پاڼو په اړولو رااړولو بوخت وواو په يوه نيمه پاڼه به يې سترګې داسې ښخې کړې چې وروځې به راټولې شوې اوکومې ورقې به يې چې وليدې هغه به يې بيا تاوولې .کوچنى ماشوم سره لدې چې بوټان يې رنګول کله بې سترګې دبوټانو نه پورته کړې اودسترګولاندې به په منډه په سړي سترګې وګنډلې اوبيرته به پخپل کار بوخت شو .سړى چې پخپلولاسونو يې يوداسې انځوريو وخت جوړکړى وچې دلاسونو اوږدې ګوتې يې دبل لورته نيولې دي هغه حالت اويادونه يې په زړه شول چې دى به هم دهمدې ماشوم په شان ټوله ورځ به يې دښار په واټونو کې دخلکوبوټان رنګول اوپيسې به يې ګټلې .دهغه په يادولو سره چې دى څوکاله وړاندې په ښونځي کې شامل شوى اوله ښونځي سره يې ډيره مينه لرله خو دى هغه وخت له ډيرې تنګسې دبوټانو په رنګولوپيل کړى وواوموريې وروسته له ډيروهڅوپدې توانېدلې وه چې دى په ښونځي کې شامل کړي .پلاريې لدې وجې چې نشوکولاى په يواځې توګه دکور نفقه پوره کړي نو مجبورو چې خپل کوچنى ځوى کارته وليږي .کوچني ماشوم يوزوړټوکر له بکسه راوويست اوددې لپاره چې بوټان ځلاپيدا کړي دبوټانوپرمخ يې کش کړ.په ياد يې شول چې يوځل ده په ټولګي کې دکورنۍ دندې په سر يوه کلکه څپيړه خوړلې وه اواستاد ورته ويلي و چې کتابچه د ولې په رنګونوتوره ده .هغه هم ددې پر ځاى چې ورته ووايي ده خپله کورنۍ دنده يې دسړک په غاړه ليکې اوبيا يې دبوټانودرنګولوپه بکسه کې اچولې چپه خوله ولاړشوي و.ماشوم خپل کار پاى ته رسولى واودهغه کس بوټانو داسې ځلا پيداکړې وه چې بيخې نوي ښکاريدل .سړي له خپله جيبه دوه پنځه ګونونه راوويست اوماشوم ته په لاس کې ورکړ اودواړو يوبل ته حيران حيران وکتل .
پاى خپله جونګړه
www.wasil.blogfa.com