که څه هم د نورو درک کول یا یې پر حال ځان پوهول په ټوله کې یوه نړیواله ستونزه بلل کېږي، خو زموږ په هېواد افغانستان کې ټولو وګړو ته دا مسئله یوه عادي مسئله ښکاري؛ په داسې حال کې، چې رېښه یې په ريښتیني ډول د انسانیت له بنسټ سره تړلې ده.
هغه کسان کوم، چې له دې انسانیتي رېښې څخه نابرخمن وي، دوی په حقیقت له ډېر ستر نعمت څخه نابرخمن دي او څوک چې په غوره ډول نور درک کوي، نو هغوی په حقیقت کې د ستر نعمت یعنې ريښتیني انسانیت درلودونکي دي.
د درک کولو د مسئلې زده کول دومره ستونزمنه خبره نه ده، خو اړوند عمل مهم او اړین دی. ددې مسئلې د زده کولو او عملي کولو مسئله باید لومړی له کورنۍ او بیا له نورو ټولو زړه سوانده کسانو څخه زده شي.
د درک کولو تمه یوازې له زړه سوانده کسانو څخه ولرئ؛ له سخت زړو کسانو څخه اړونده تمه هېڅکله هم نشي کېدلای.
که څه هم سل په سلو کې نور یا بېګانه کسان نه دي اړ چې په هره برخه کې یو او بل درک کړي، خو د ځینو کسانو لپاره بیا سل په سلو کې اړینه خبره ده، چې یو او بل درک او پر حال یې ځان وپوهوي؛ یعنې د دا مسئله تر ډېره پر قرابت یا نېږدېوالي پورې را څرخي، چې یادونه به یې لاندې وشي.
= اولاد اړ دی، چې مور او پلار په هر حال کې درک کړي.
= مېرمن اړ ده، چې مېړه یا خاوند په هر حال کې باید درک کړي.
= خاوند اړ دی، چې خپله مېرمن په هر حال کې درک کړي او داسې نور.
د درک کولو مسئله خورا زیاته مهمه او اړینه ده؛ ځکه که چېرې موږ کوم کس درک کړو، نو اړوند کس بیا موږ هم په ښه ډول درک کوي.
د درک کولو مسئله د یو او بل تر منځ مینه، محبت او احترام رامنځته کوي او نشتون یې د بدو پایلو لامل ګرځي.
هغو کسانو ته د بشپړ انسانیت لرونکو په سترګه نه کتل کېږي کوم، چې اړونده مسئله په پام کې نه نیسي.
وروستي