ذهني انځور جوړونه او د هغه ځواک او رول!

ذهني انځور جوړونه له کچې ډېره ځواکمنه او پیاوړې ده، تاسو کولای شئ په ډېره اسانه توګه هر د خوښې وړ څیز مو ذهني انځور جوړونې ته را وبولئ؛ هره غوښتنه مو، هره موخه مو، هر خوب مو او هر هغه نړۍ مو چې ورته ځان رسول غواړئ او دا ټول په خپل ژوند کې پر حقیقت واړوئ.
هر کله، چې تاسو ذهني انځور جوړوئ او هغه احساسوئ، نو نوموړی انځور ورو ورو په بشپړه توګه په ريښتیا بدلېږي. ۹۶ او یا هم ۹۷ سلنه پېښې، چې انسانانو ته د ناخود اګاه ضمیر له لارې رامنځته کېږي، د ذهني انځور جوړونې پایلې دي. زموږ ټولو ناخود اګاه ضمیر دومره پیاوړی دی، چې زموږ هره غوښتنه سل په سلو کې راکولی شئ او هر ډول غوښتنې ته مو رسولی شي؛ خو اړینه دا ده، چې موږ یې باید په کارولو ځان پوه کړو او مثبت فکره واوسو.
هر هغه څه، چې موږ پرې فکر کوو او ذهني انځور پرې جوړوو؛ همغه څه مو په برخه کېږيٍ.
کېدای شې ډېری وګړي پر دې خبره باور ونه لري، خو په حقیقت کې همداسې ده.
خپل خیال او لوړه غوښتنه مو په ډول ډول خوبونو کې ووینئ، تل پرې ذهني انځور جوړ کړئ؛ تر هغې یې په پر لپسې توګه جوړ کړئ، تر څو مو، چې باور نه وي کړئ او تر څو مو چې پر حقیقت نه وي بدل کړی.
معلومات درلودل محدودیت او پوله لري، یعنې کچه لري؛ خو ذهني انځور جوړونه بې کچې جوړېدای شي، ذهني انځور جوړونه تر هر څه غټولی شو.
که چېرې وغواړو ویې منو، نو هر ډول ګټه ترې اخیستلی شو او هرې غوښتنې ته مو پرې رسېدلی شو.
#محمداکبر-حقمل-معینزی