آیا تر اوسه مو له خپل ځانه پوښتلي، چې ژوند همغه څه دی کوم، چې غواړئ او کوم ډول، چې باید وي؟
څومره مو خپلو غوښتنو ته رسېدلي یاست؟
دا پوښتې مو له ځانه وپوښتئ او فکر وکړئ چې د ښې او بدې مسؤل څوک دي!؟
هڅه وکړئ خپل ژوند کې مو موخه ولرئ؛ موخه او ټاکلې غوښتنې!
هڅه وکړئ ځان مو په راتلونکې کې؛ یعنې کله مو، چې موخو او غوښتنو ته ورسېږئ ووینئ او وانګېرئ؛ هره شېبه، هره ورځ او هره شپه دا کړنه دومره په پرلپسې ډول تکرار کړئ ترڅو باور وکړئ، چې خپلو ټاکلو موخو او غوښتنو ته مو رسېږئ!
موخو ته د رسېدو لپاره اړینه نه ده، چې راز راز کړنې ترسره کړئ؛ یوازې دا هم بسنه کوي، چې وړوکي او تکراري یا په پرلپسې ډول ګامونه واخلئ!
په یاد وساتئ، چې باید لوړ فکر ولرئ، خو له بنسټه یې پیل کړئ، له بنسټه پیلول او واړه ګامونه اخیستل کولی شي تاسو خپلو ټولو موخو ته ورسوي.
یوازې هغه څوک، چې ستاسو د بریالیتوبونو خنډ ګرځېدلی شي، هغه تاسو خپله یاست! تاسو له خپل ځان پرته بل هېڅ دښمن نلرئ! یوازې هغه څوک، چې کولای شي درسره مرسته وکړي یوازې تاسو خپله یاست!
د اسانتیاوو رامنځته کېدو په تمه مه اوسئ؛ د خپلې هرې غوښتنې لپاره مو همدا اوس لاس په کار شئ؛ ځکه داسې وخت هېڅکله هم نه راځي، چې تاسو ته ټولې اسانتیاوې چمتو شي، په دې سره تاسو یوازې او یوازې خپل ارزښتمن وخت له لاسه ورکوئ او بس!
د هرې ماتې او بریا مسؤل تاسو خپله یاست!
اوس، نو چې هر څه ستاسو په لاس دي، نو د هر څه ټاکنه هم ستاسو په لاس ده!
هیله ده چې د غوره انګېزې لامل مو ګرځېدلې وي!
ژباړه #محمداکبر_حقمل_معینزی
وروستي