راځــــه ويده شو انتظاره جانان نه رادرومـــي
کنــــه اوږده نــه ده دا لاره جانان نه رادرومــي
د دلاسې بهانــــــې مـــه کـــــوه پــه بنده ژبـــــــه
په رنګ دې پوی يمه رېباره جانان نه رادرومي
زړګيه سوال کــــوم چې ستړی يم دمه کومـــه
بس نور مې پرېږده په کراره جانان نه رادرومي
چې رانه يويې وړه د ژوند متره په ورکــــــو لارو
ما به اوس څوک بوځي تر داره جانان نه رادرومي
لکــــه وجــــود چې بې له روحه وي د غوښې سټه
داسې فـــدا دی بې لـــــه ياره جانان نه را درومي
ميوند فدا
وروستي