په تيره اوني کى د امريکا متحده ايالاتو رئيس جمهور ډونلډټرمپ د اسلامى نړى مرکزى نقطي سعودى عرب ته خپل سفر وکړى، د دى رسمى سفر درى موخي وى اوله موخه د داعش او داسى نورو اسلامى توند لارو ډلو په ټکولو کى د مشروعيت مرسته تر لاسه کول، دوهمه موخه د اسلامى نړى سره بايد يو ګډ محاز جوړ کړل سى تر څو په منځنى اسيا کى د ايران او روس مخه ډب کړل سى او دريمه موخه امريکا بايد نور د نړيوالو په ځانګړى توګه په اسلامى نړى کى د لګښتونو فیصدي پر اسلامى بډايو هيواد واچوي، د امريکا اوسنى حالت، که څه هم امريکا اوس د نړى يو لوى ځواک ګڼل کيږى او د نورو هيوادو په پرتله ځان ته د کلى د کوتوال زيات حق اوليت ورکوى لاکن له 2010 څخه د امريکا بهرنى سياست په منځنى اسيا کى له خنډ او ځوړند توب سره مخ دى، دلته به دا د يادونې وړ وى چى امريکا په خپلو پنځو فعاله سيمو کى د څلورو سيمو په سياست کى د ماتى سره مخ دى او يوازى يوه نقطه پاته ده چى امريکا ورباندى حساب کولاي سى نو دا حتمي ده چى امريکا خپل سياست ته تغير ورکړى لکه څرنګه چى اوس د امريکا په نوى طرحي کى د آوازو تر حده نښى ليدل کيداى سى، هغه پنځه نقطي چى مخ کى مى ورته ايشاره وکړل داسى دى، اول په عراق کى د امريکا د کوښښونو او مصرفونو سربيره ايران د روسي په مټ پراخ نفوز کړى دى چى نور به امريکا ته هر ډول لوبه د خطر په معنا ثابته سى او هغه غلطه لوبه چى اکثريت ته د اقليت درجه ورکول وه او بى باورى وه او اقليت ته عام او تام د ظلم او بربريت اجازت ورکول وه چى نتيجه يي دولت اسلامى رنګه وحشتي ډلى پيدا کيدل وه، او اوسنى جنګى مبارزى د عراقى اکثريت او امريکا تر منځ نور هم واټن زيات کړى، دوهمه نقطه د شام ده چى امريکا د خپلو اتحادي مليشو پر سر د روس او ايران سره معامله وکړل او د اسلامى نړى بي باورى يي لا هم زياته کړل، دريمه نقطه د اوکراين ملاتړ وو چى د روس په مقابل کى امريکا د اوکراين د ملګرى څخه لاس په سر سوه او روسى نفوز ته لا هم تقويه سول چى په نتيجه کى پر امريکا د اروپاي اتحاديي بى باورى زياته کړل چى ښه نښه يي اوس دا ده چى اروپاي اتحاديه د نوي مشر ټاکل او د روسى سره د روابطو عادى کولو کوښښ دى، څلورمه نقطه يمن دي چى سره له دى چى يمن د امريکا د نفتو د اقتصادى لارى لوى سټيشن دى د ايران مداخله او د امريکا لرى پاته کيدل چى دا به د امريکا لپاره يو د خطر زنګ دى ورسره بايد دا هم په ډاګه کړم چى د شمالى کوريا سرحداتو ته د روسى جنګى مهماتو راوړل د امريکا لپاره د ښه راتلونکى زيرى نسى کيدلاى، پنځمه نقطه افغانستان دى چى اوس امريکا پکښى نصبي ماتى ته روان دى، په ځانګړى ډول د روس او ايران د نفوز پراختيا او د پاکستان پر اوږو ايښودلي توپک، او تل کوښښ کول چى د اقليت په مټ يو کمزورى حکومت جوړول، رابه سم دى ته چى ولى امريکا پر مهمو نقطو د ماتى سره مخ دى، اول ولى چى امريکا تل دوستى ته د شک په سترګو ګورى دوهم د امريکا بهرنى سياست هميش د برطانيه او اسرايلو تر اغيز لاندى وى دريم د امريکا دوښمن بايد ستا دوښمن وى خو ستا دوښمن د امريکا دوښمن نه وي څلورم امريکا تل کوښښ کوي چى اقليت ته پر اکثريت غلبه ورکړى تر څو کمزورى حکومتونه جوړ کړى چى د دوى د سياست خنډ نسى پنځ امريکا په خپل سياست علاوه پر دى چى ظاهري دوښمنان او رقيبان لرى په بطن کى د يو خيالي دوښمن سره هم جنګ او بيره احساسه وى، د مثال په توګه که چيرى په عراق کى اکثريت ته لاس ورکړم نو شايد د لږ پياوړتيا يا جوړښت وروسته راسره تضاد پيدا کړى خو که امريکا خپل سياست ته تغير ورنکړي دوست او دوښمن واضح نکړى او په دوستى کى د متقابل ګټو او ارزښتونو ته ژمن نسي نو شايد د زوال سره مخامخ سى او هم دغه باريکي ده چى مقابل قوتونه ځنى ګټه اخلى او دوى يى د ماتى سره مخ کړى دى، را به سو د موضوع مرکزى نقطى ته، د سعودى عرب په تيرو مجالسو کى چى د امريکا د ولسمشر لپاره نيول سوى وه، او د شپيتو اسلامى هيوادو چارواکو پکښى ګډون کړى وو، سعودى عرب په شمول د عربى نړى دا سوال او غوښتنه وه چى د ايران او روسى په مقابل کى امريکا کومى مرستي او کومک کوى، دلته چى د اهميت وړ ټکى دى هغه دا دى چى عربو او امريکا ته د داسى يو اتحادي ملګرى اړتيا ده چى په سيمه کى مرکزى نقطه ولرى او د دى ځانګړتيا څخه پاکستان او افغانستان برخمن دى، د ټرمف په وينا کى د افغانستان ستايل او د عربو د لورى پاکستان ته په غونډو کى ځانګړى رول نه ورکول د تير په پرتله يو بيساري ګام وو، افغانستان، زما په نظر اوس د امريکا او عربي نړى د اميد مرکز يوازى افغانستان دى، هغه ځکه چى پاکستان د روسى سره تازه نظامى اړيکى او د ايران په وړاندى د عربو نه ملاتړ پاکستان د اسلامى نړى څخه ګوښه کيدو ته اړ کړى دى، او اوس امريکا او په ځانګړى ډول عربي نړى د پاکستانه څخه ډير ګيله مند دى او د سعودى عرب په پراخه پيمانه د اسلحو رانيول د امريکا څخه يو د زهرو ډکه پياله وه د پاکستان لپاره چى دايمي مشتري يي نن د بل چا څخه رانيول کوى او دا هم بايد ياد کړم چى د عربى نړى څخه هغه لس ميلونه پاکستانيان چى کارګر دى هر کال په ميليارډونو روپي پاکستان ته راوړى چى عربى نړى يى د احسان په توګه د پاکستان په وړاندى له نظره نه غورځوي، او امريکا چى د پاکستان په نظامى استخباراتي او ټولنيزو چارو کى د پاکستان 75% سلنه کومک کونکى دى او ورسره په نظامى او استخباراتى روزنيز ډګر کى د پاکستان تر ټولو لوى همکار دى اوس د پاکستان په وړاندى پر خپلو ټولو تګلارو له سره فکر کوى د اهميت وړ نقطى ده، زه په دى عقيده نه يم چى ګواکې د امريکا او يا عربو ملګرى راته د هر ستونزى حل ښکارى او يا د الله پاک د درباره نا اميده او د امريکا و دربار ته خوشباوره يم او يا دا فکر کوم چى امريکا به د افغانانو سره رښتنى وى، بلکه زه غواړم چى دا واضح کړم چى په نړى کى هوښيار ملتونه او سياسيون د نازوکو حالاتو څخه د ځان او ملت په ګټه بايد کار واخلى او اوس يو طلاي چانس دى چى موږ بايد ګټه ځنى واخلو او خپل هيواد په سيمه کى يو مخکښ او مطرح هيواد په څير وړاندى کړو تر څو نور د مظلوميت څخه د کوتوالی پر لور روان سو کوم چى زموږ ته د نيکه او بابا څخه په ميراث کى راته پاته وه، افغانان بايد څه وکړى، موږ بايد په هر ډول چى وى د سولى د تامين لپاره هلى ځلى وکړو تر څو بشپړه سوله تامين کړو موږ بايد نور د طاقت د وړو جزيرو څخه د مرکزيت پر لور روان سو موږ بايد د خپلو ګټو سره نړيوالى ګټى همږغۍ کړو د ماشومانو د سياست څخه د عاقلانه سياست پر لور روان سو د عدالت او انصاف د رښتنى ارزښتنو په قيام کى هلى ځلى وکړو داخلى وړو وړو تضادونو ته د پاى ټکى کښيږدو د تخريب پر ځاى د اصلاح او تشويق رويه خپله کړو که ماړه يو او که نه! نور د فساد مخه ونيسو د ټولنيزو رسنيو پر ځاى د کليو او بانډو حقيقى سياست او خدمت ته مخ وکړو افغانى دروند اخلاقو ته په انفرادی او اجتماعى ډول مخ کړو بين الافغاني ايډيالوژۍ ته لاره هواره کړو يو د بل قدر وکړو، چارواکى بايد اولسى درناوى تر تشريفاتي ژوند غوره کړى په درنښت حکمت الله حکمت افغان
وروستي