پاکستان، ايران, ترکې او هندوستان ولې د عراقى کردانو د خپلواکۍ څخه بيره لري؟
تاريخ ته په کتو سره په نړۍکې ځيني داسې هيوادونه وجود لري چې يا د خپلو پخوانيو امپراطوريو يا د انګريز د شيطاني تقسيم بندۍ له اړخه په خپل واک کى داسې سيمې او اقوام لري چې په اصل کې نه د تاريخ او نه د کلتور د اړخه د دوى سره يوالى لري او نه د دوى جز وي، خو اوس د دوى د هيوادو جز دى، چې په دى لست کې نن دا څلو درته په ګوته کوم،
پاکستان (انګريزى شيطانت)
ايران (پخوانۍ امپراطوري + مذهبى جنوني)
ترکيه (پخوانۍ امپراطوري + توکمپالنه)
هندوستان ( پخوانۍ امپراطوري + انګريزي شيطانت + مذهبي توکمپالنه)
په تيره اونۍ کې د عراقي کردانو د بيلوالی ټولپوښتنې که د عراقي کردانو لپاره د آزادۍ زيرى وو خو د ترکې او ايران و کردانو ته يو د اميد څراغ هم دى، چى له دې اميد سره مل به يو ځل بيا د يو اږدې مبارزې پر لور روان کړي او ورسره به نوى په وجود کې راتلونکى کرد هيواد به د وجود سره سم د يو ستړى جګړى په لور ښکيل کړل شي. غرب جمع امريکا ته به د يو نوي ميدان پرانستنه وي، او ورسره به ايران او ترکې د داخلي جنګونو سور څراغ وى.
په بل اړخ کې پاکستان چى د انګريزى شيطانت څخه ترکيب شوی دى، او مختلف اقوام يي په زور او جبر د دې هيواد اجزا ګرځولي دي، نو د محقومو اقوامو ته د کرد آزادۍ يو داسى اميد دى چى څو لسيزې مخکې د دې آزادۍ څرک د دوى په سينو کې په زور او جبر مړ کړل شوي وو، خو اوس به دا اقوام له سره منظم کيږي او د يو اوږدې مبارزې شروع به وى.
هندوستان چى د مذهب له اړخه د انګريزي شيطانت او توکم له اړخه د پخوانۍ امپراطورۍ له وجې اوسنى وجود لري، د هندوستان اوسنى نفوس زر ميلونه دى چى 250 ميلونه مسلمانان او 400 ميلونو په اندازه جنوبى هندوستانيان دي، په تيرو څو لسيزو کى هندي مسلمانان او په ځانګړي ډول جنوبي هندوستانيان په ډيره لږ اندازه د آزادى مبارزه کړي ده، چې اوس به د کردانو د آزادۍ سره دوى هم خپل خوځښتونو ته لا زيات تيز والى ورکړى او دا لوبه به د روس او چين لپاره په ځانګړى ډول د خوښې وړ وي.
د دى امکان هم شتون لري چې ايران، ترکيه، پاکستان او هندوستان به خپل منځي اختلافات په راتلونکي ګې هوار يا لږ کړي تر څو اوسنى سياسى وجود برقرار وساتي.
په راتلونکي وختونو کې به دلته د مذهبي جنګونو او سياست سره سره به اوس قومي جنګونه او خوځښتونه هم تيز شي چې دا به د دې سيمې هيوادونه او قومونه نور هم د يو اوږد جنګ او جنجال خواته يوسي، او د لويو قدرتو او ځواکونو لپاره به د سياسي او اقتصادي امتيازاتو تر لاسه کولو لپاره يو ښه فرصت وي.
موږ افغانان او افغانستان،
دا واضح حقيقت دى چې دلته ګاونډي هيوادونه د مذهب او سياسي پراختيا، د ليونتوب تر حد محتات او حرص لرونکى دي، او د دې نويو او پخوانيو لوبو مرکزي نقطه هم زموږ هيواد افغانستان قصدي او پلاني ګرځول شوی دى. دلته په تيرو څولسيزو او اوسني وخت کې مختلف پلانونه او لوبې تر سره شوي دي چې اوس به د نورو لوبو تر څنګ يوه بله لوبه هم لانچ کړل شي. خو موږ افغانان بايد نور د دې لوبو حصه ونه ګرځول شو، لاکن دا هم لازمه ده چې موږ بايد په دې نوي لوبه کې خپل د لاسه ورکړي ارزښتونه او سيمې بيرته تر لاسه کړو خو دا بايد وو وايم چى دا هغه وخت امکان لري چې موږ په حيث د يو ملت منتظم شو او خپل منځي اختلافاتو ته د پاى ټکى کښيږدو.
وروستي