که څه هم زما نظر شايد د ښاغلى حکمتيار اټکل پلان نه وى، لاکن د دغى ليکنى څخه مى هدف په اوسنى وخت کى د ښاغلى حکمتيار راتګ ته کتنه او سپارښتنې دى،
جګړى او سوله!
جګړه په نړى کى درى ډوله ده اول ډول هغه ډله جګړه کوى چى و جګړى ته درول سوى وى او بله لاره نلرى د بيلګي په ډول په پاکستان کى بلوڅ او آزاد قبايلو پښتانه دا چى ولى هغه و جګړى ته درول سوى دى بيل بحث دى چى بل وخت به ورته کتنه وکړو، دوهم ډول هغه ډلى جګړه کوى چى عقيدوي عقده لرى او هميش داسى عقيدى د حالاتو له کبله جامدي او ترخي وى چى ښه مثال يي په ايران کى سنى بلوڅانو خوځښتونه او په برما کى مسلمانه ټولنه، او دريم ډول هغه ډلى جګړه کوى چى د نړيوالو يا داخلى نظامى ځواکونو په مقابل کى يه خپل واک او نظام د لاسه ورکړى وى. نو هغه ډلى چى جګړى ته درول سوى وى هغه تر هغه وخته په جګړه کى وى تر څو چى لوړ قوت خپلو اهدافو ته نه وى رسيدلى او کله چى ورسيږى نو د لږ ميلان په واسطه سره جګړه ختمه سى او سوله تامين سى، او هغه ډلى چى د عقيدوي او عقدي پر بنسټ په جګړه بوخت وى تر هغو جګړه نه ختميږي تر څو چى عقيدوي تفرقات او عقدي ناراضي له منځه ولاړه نسى چى په داسى حالاتو کى به دواړه خواوي پوره قربانى ورکوى او اجتماعى عدالت او انصاف به پلي کيږى، او دريم ډول جګړه چى د نسکور نظام او حاکم نظام تر منځ وى، د حاکم نظام له سره بيرته جوړيدنه او د سياسى واک پر ويش ډير متمرکز وى چى دواړه اړخونه عامى معافى د بنديانو خلاسون د دولتى اساس اصلاحات او واک ويش په خپلو غوښتن لست کى شاملوي او اوليت ورکوى په داسى حالاتو کى موثر لاره د ولسونو اجماع يا جرګه کولاي سى چى د سولى لپاره لاره هواره کړى،
ولى ښاغلى حکمتيار د جګړى لاس په سر سو!
د ښاغلى حکمتيار د راتګ سره دا واضح سول چى حزب اسلامى ګوند نور د مسلح مبارزى پر ځاى ډيموکراتيک سوليزى مبارزى ته ترجيح وکړى ده، چى په راتلونکى کى به ورته لا زيات کار وکړى، ولى حکمتيار د جګړى لاس په سر سو دا هغه سوال دى چى د ډيرو افغانانو په ځانګړى توګه د هغو افغانانو چى د ښاغلى حکمتيار سره له نيژدې بلد دى سته، که موږ د نيژدي څخه د ښاغلى حکمتيار مبارزه له تيرو څو لسيزو څخه وڅيړو نو په شاهى دولت کى د حزب جګړه د مجبورى جګړه وه او د روسانو په راتګ سره د حزب جګړه د عقيدوي او عقدي جګړه وه او د اسلامى امارت په واکمن وخت د حزب جګړه د نظام يا قوت د له منځه کللو جګړه وه، خو کله چى اوسنى اسلامى جمهورى نظام حاکم سو نو د حزب يا حکمتيار جګړه د نامعلومه هدف لپاره سوه، هغه ولى؟ په دى خاطر چى اوسنى جګړه په اصل کى د محکوم نظام چى امارت اسلامى وو او حاکم نظام چى اسلامى جمهوريت دى ده، چى نه په مخالفت کى حزب يا حکمتيار کوم ځانګړى ونډه يا سپه سالارى درلوده او نه يى په حاکم نظام چى اسلامى جمهوريت دى په تشکيل يا جوړښت کى يه کوم ځانګړى ونډه يا رول درلودى، نو ځکه حزب يا ښاغلى حکمتيار ته په جګړه کى امتياز يا ځانګيړنه د قربانيو په مقابل کى د پام وړ نه وه، او د سردار داود خان شهيد د حکومت څخه بيا تر خلقي نظام د واکمنى تر کلنو، حزب يا ښاغلى حکمتيار يوه ښه تجربه تر لاسه کړه، چى مطلق ګوښه پاته کيدل يا مطلق يو طرف ته ځان منجمد کول به دوى داسى کونج ته کړى لکه د خلق په نظامى جوړښت کى چى دوي مطلق بي برخى سول او د يو ستړى او خونړي مبارزى کولو ته اړ سول، نو ځکه دا ځل حزب يا ښاغلى حکمتيار د اسلامى جمهورى نظام د پيل څخه ځانته دوى لارى جوړى کړى چى يوه د غره لاره وه او بله په نظام کى د نفوز لاره وه، چى بايد د حزب يا ښاغلى حکمتيار سياسى بصيرت ته بايد ستاينه ورکړل سى، او دا طرحي دوى ته دا چانس ورکړى چى د پوره اعزاز او درنښت سره همداسى راسى لکه چى راغلل او يو ښه موثره او مخکښه رول يا ځاى تر لاسه کړى،
د ښاغلى حکمتيار اهداف به څه وى!
لکه څرنګه چى د ښاغلى حکمتيار له اوسنى ويناوو څخه څرګنديږي د ښاغلى حکمتيار اساسى اهداف درى دى چى اول هدف يى حزب اسلامى يو افغانستان شموله ګوند جوړول، دوهم هدف يى د اوسنى جمهورى نظام په اصلاحاتي پروسه کى کليدي او مخکښ رول درلودل او دريم هدف يي په افغانستان کى سوله راوستل تر څو په تيرو داخلى جګړو کى چى کوم بد نيتي د ولس او حزب تر منځ پيدا سوى وه له منځ يو وړل سى،
د حزب يا ښاغلى حکمتيار په مخ کى پراته خنډونه،
په تيرو څو لسيزو کى د حزب يا ښاغلى حکمتيار د سخت دريځي او جامد سياست لکبله، د زياتو ستونزو او خنډونو سره لاس او ګريوان وه، چى دا صحيح وه غلط بيل بحث دى لاکن اوس حزب او ښاغلى حکمتيار د نوى خنډونو سره مخ دى چى ځنى بهرنى دى او ځنى داخلى دى،
په بهرنى خنډونو کى د نړيوالى ټولنى سره د حزب کم رنګه او ترينګلې روابط او ورسره د حزب او ښاغلى حکمتيار په اړه په نړيواله کچه عامه منفى زهنيت دى، ورسره دا هم بايد ياد کړم چى د ګاونډيانو سره د حزب او ښاغلى حکمتيار ترينګلې روابط په ځانګړى ډول ايران او روسيه. په داخل کى د شمالى ټلوالې، خلق ګوند، مذهبى اقليتونه په ځانګړى ډول اهل تشيع او نوى ټوکيدلي ګوندونه او ټولنى ورسره خپل سرى ميډيا سره بدنيتي او د طالبانو باور لاسته راوړل دى،
حزب او ښاغلى حکمتيار به څرنګه پيل وکړى، سپارښتني!
اول بايد ښاغلى حکمتيار د نوى مبارزى د پيل لپاره عمره تر سره کړى تر څو د الله پاک څخه کومک او کاميابى دعا وکړى،
دوهم ښاغلي حکمتيار بايد د ولاياتو سفرونه پيل کړى او شروع بايد د داسى سيمى څخه وکړى چى د اوسنى جګړى مرکزيت لرى، او سفر کى بايد د عامو افغانانو سره په پراخ نيت خبرى اتري وکړى تر څو عامه زهنيت خپل کړى، دريم ښاغلى حکمتيار و افغانانو ته د يو واضح او جامع طرحى سره ورسى، څلورم ښاغلى حکمتيار بايد د مجازاتو لړى د خپل ګوند د اعضاو څخه پيل کړى تر څو خلګ باورى سى چى ښاغلى حکمتيار بد په بدو نه ورک کوى، پنځم ښاغلى حکمتيار بايد د خلق ګوند او پښتون مشرانو او هغه واړه ګوندونه او ټولنى حمايت د ځان سره همږغی کړى، شپږم ښاغلى حکمتيار بايد د شمالى ټلوالې او اقليت سره د مصلحت پر ځاى د اصولو پر اساس همږغۍ رامنځ ته کړى او په ځانګړى ډول ښاغلى حکمتيار بايد لر او بر د ډيورنډ فرضي کرښې ملت پاله او اسلامى ګوندونو سره ښه روابط او ځانګړى لارى ترتيب کړى، که چيرى داسى وسول نو ښاغلى حکمتيار به د پوره منطقي قوت خاوند سى او د نظام د مخالفينو سره به پوره صلاحيت او مسؤليت د ميز پر سره کښيني او په داخل کى د نظام د مخالفينو په وړاندى به يو داسى قوت وى چى اصلاحاتو ته به په پوره ډاډ سره ور مخته سى،په بهرنى تګلاره کى ښاغلى حکمتيار بايد اول د اسلامى نړى په ځانګړى ډول د سعودى عرب او ترکيه سره خپل روابط ښه او ډيپلوماټيک کړى دا به ښاغلى حکمتيار ته دا قوت ورکړى چى د دؤو منافقو ګاونډيانو ايران او پاکستان په مقابل کى ټينګ دريځ ولرى، او د غربى نړى سره ښاغلى حکمتيار هغه وخت د ښه روابطو اصول وضع کولاى سى چى د افغان ملت واضح اکثريت يي کلک ملاتړى وى،
نوټ! ښاغلى حکمتيار بايد د ولس سره تر تشريفاتو تير سى او د ولس پر دهليز د ولس سره کښيني او داسى طرحه بايد جوړه کړى چى د ولس غوښتنى پکښى جواب سى.
مننه
حکمت الله حکمت افغان
وروستي