د کابل وروستى غميزې

زه په کابل کى وروستي وحشتي پيښي په کلکه غندم او دا يو ستر وحشت د هيواد او ولس د دوښمنانو له لورى پر مظلوم افغانانو نه بخښونکی بولم، موږ بايد هره موضوع په ځانګړى ډول داسى پيښى چى شهيدان ولرى بايد د خپل سياست قربانى نه کړو، هغه ځکه چى سياسى اختلافات او ائتلافات د بهبود لورى ته د تګ مختلفي طرحى دى چى سياسيون ځنى د مبارزى په ډګر کى کار اخلى نه پر غميزو کريډيټ اخستل، لاکن په افسوس سره بايد وو وايم چى ځنو مخصوصو کړيو د غميزو پر سر تجارت شروع کړى دى، که واقعيت سره دولت د دى وروستيو غميزو مسؤل دى او دغه مخصوصو مغرضو کړيو زړه درد کوى نو لږ دى د کابل څخه دباندى نظر وکړى چى هره ورځ عام افغانان او زموږ ځوان ساتونکى او سرتيرى شهيدان کيږى په مساجدو، لوبو په ډګر کى او عامه ځايونو کى هر ورځ موږ د هيواد او ولس د دوښمنانو لخوا په شهادت رسيږى چى ځانى تلفات يي د کابل تر وروستيو تلفاتو کم نه وى او که لږ شاته ولاړ سو نو په تيرو کلنو کى چى دغه مغرضى کړى په واک کى وى موږ تر دى د سترو وحشتونو ښکار سو لاکن موږ هيڅ وخت دا په يو ګونډ قوم يا ډلى پورى مربوط نکړ او نه مو د حکومت د چپه کولو نيت څرګند کړى،  که خبره د قوم يا ژبى ده نو دا تر لمر سپينه خبره ده چى تر اوسه بدخشان ته پښتو مکتوب د مرکزه له لورى نه دى استول سوى لاکن قندهار ته هر مکتوب په درى را استول کيږى که د نفوس حساب سى نو اقليت بايد د اکثريت ژبه مراعت کړى لاکن دلته برعکس موږ تل د اقليت ژبه مراعت کړى ده، که خبره د سياسى واک سى نو موږ تل د خپلى خولى ګوله پر اقليتونو ويشلى ده، پدرام زموږ حياتى موضوع (ډيورنډ فرضي کرښه) د خپل سياست قربانى کولاى سى خو موږ د عاشورا په ورځ د ايران د خميني انځورونه ته زموږ په هيواد کى څه نسو ويلاى، د افغانستان هزارګان که په سوريه کى جنګيږي نو پاک جهاد دى که موږ په پاکستان کى د خپلو ورونو د دفاع په خاطر څه وو وايو نو خاينين يو، که موږ د مهاجرت په وخت کى زدهکړى کړى دى هغه جعلي دى او که د ايرانه څوک زدهکړى وکړى نو هغه دلته زموږ رهبرى کوى، تير څوارلس کاله هم وژل کيږى او هم توهين کيږى، که داسى مثالونه درکړم نو په زرهاوو دى، خو دا واضح ده چى زما په کور کى سل کاله مخکى بيا تر اوسه انګريز په زور او په وحشت ديوال تير کړى دى او پر موږ هميش جنګ تپل سوى دى، که زموږ بربادۍ څوک غواړى نو په دى دي پوه سى چى ټول به راسره تباه کيږى،  خير رابه سم د موضوع ته، په نژدى راتلونکى کى د سولى تر عنوان لاندى يوه غونډه د نړى په سطحه په کابل کى جوړيږى او د پخوا څخه په توپیر دا ځل د حزب په راتګ سره دا غونډه يو ښه نتيجي ته رسيدلاي سى خو د هيواد دوښمنان او د سيمى استخبارات (پاکستان جمع ايران) نه غواړى چى افغانان نور د سولى خوا ته روان سى او نور افغانان د ارامۍ ژوند ته خلاص سى هغه ځکه چى اوس ايران غواړى د عربو سره او پاکستان غواړى چى د هند او امريکا سره د جنګ نوى لوبه شروع کړى، نو ځکه بايد تر غونډى مخ کى وحشت رامنځ ته کړل سى او بلى خواه ته امريکا جمع انګليس غواړى چى اروپاي اتحاديه و دى ته اړ کړى چى د دوى د خوښى سره سم په افغانستان کى حرکت او اجرات وکړى نو ځکه بايد وحشت خپور کړى، په داسى حالت کى ملت ته پکار ده چى يو موټى سى او نفاق له منځه وباسى او هر هغه چا ته چى غواړى نفاق را منځ ته کړى بايد کلک جواب ورکړى ورسره بايد د مشروع او حاقه حقوقو پر بنسټ هر قوم او سيمه د ورورولى او يوالى لورى ته حرکت وکړى،  زما غوښتنه د دولت څخه دا ده چى نور د ګاونډيانو سره د مصلحتي سياست پر ځاى اصولي سياست غوره کړى، د کابل ښار عکاسي سته بايد د ثبوتو په وړاندى کولو سره ملت ته جواب ورکړى چى دا پيښى څنګه او د چا له طرفه طرحه سوى تش په دى سره ملت و نه غولوي چى دا پلانکى ډلى کړى وو، او د دولت په امنيتى سکتور کى بايد پراخ اصلاحات راولى چى د ولس د اطمنان سبب وګرځي، په ځانګړى ډول د دا فيسبوکي مبارزينو څخه مى دا غوښتنه ده چى نور و اذهانو ته انتشار ورنکړي او د ګيډى خبرى بس کړى،  موږ ټول يو ملت يو موږ افغانان يو زموږ غم او ښادۍ يوه ده او افغانستان د ټولو کور دى، او سولى زموږ اولني او آخرني ارمان دى، بيله سولى موږ نور هم د بربادۍ خواته ځو،  په درنښت حکمت الله حکمت افغان