
یوه ړوند امريکایي انځورګر داسې انځورونه نندارې ته وړاندې کړي، چې ډيره سخته ده چې باور دې پرې وشي.
دغه انځورګر ۴۰ کلن جان برامبليت دی، چې په ۲۰۱۱ ز کال کې څو ځله له سختو مغزي سکتو سره مخ شو، چې خبره يې تر ړندیدلو ورسیده، خو د انځورګرۍ سره مينه يې دومره زیاته وه، چې د خپل حسي ځواک په کارولو سره يې داسې انځورنه و کښل چې خلک يې ګوته په غاښ کړل.
که څه هم په نندارتون کې د نوموړي یوازې ۳۰ آثار نندارې ته وړاندې شوي وو، خو په ټولنیزو رسنیو کې يې بیا نور ډير زیات خپاره شوي دي.
ده خپله ميرمن او لور نده لیدلې، خو په حیرانونکې توګه يې څېرو ته نږدې انځورونه ایستلي او همداراز شا و خوا يې داسې خلک وي، چې ده پخوا نه وو لیدلي خو ورته انځورنه يې د خپل پياوړي حسي ځواک پر مټ کاږي.
که څه هم په نندارتون کې د نوموړي یوازې ۳۰ آثار نندارې ته وړاندې شوي وو، خو په ټولنیزو رسنیو کې يې بیا نور ډير زیات خپاره شوي دي.