د ارمان تنده

خاورې ايرې شوم د الفت له ژونده پاتې شومـــه
چې بې جانانه شومه څه بې خونده پاتې شومــــه
د ديدنونــــو پر اوبو مې شونډې نه شوې لمــــــدې
د ارمـــــــان تــــــنده ومـــه تنده تنده پاتـــې شومـــــه
سنګين پولاد وم په پلكــــــونـــو به هم نه ماتېدم
يو ځل چې مات شوم نو بيا بې پيونده پاتې شومه
نن يـــې لــــــمن تــــه توېدم زمــــــانـــــــې پرې نه ښودم
بــــې اسرې اوښكـــــه وم ليمــو كې بنده پاتې شومه
را نه خوښي د ژوند يو دوو وښيارو سترګــــو يوړه
زه ليـــــــونى جلان د غـــــم پر دنده پاتې شـــو مـــــــه
سيدجيلاني جلان