ويډيو/ د انجلینا جولي نوی فلم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د يوې نجلۍ په هکله دی

د هالیوډ نامتو فلمي ستورۍ انجلینا جولي، یو بل فلم به د هغه نجلۍ انځوريځه د انېمشن په ډول فلم وي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د يوې وړې نجلۍ کیسه بیانوي.
دغه فلم، چې «ډوډۍ راوړونکې» نوميږي، د يوې داسې نجلۍ کیسه بیانوي، چې پلار يې په زندان کې دی او دا د ډوډۍ راوړلو لپاره دې ته اړه کیږي، چې خپل ويښتان لنډ کړي او هلک بڼه ځانته غوره کړي، تر څو د طالبانو له مخالفت سره مخ نشي.
انجلینا جولي د دغه فلم په هکله ويلي: «چې په نړۍ کې ډيرې نجونې باید له وخت نه مخکې لويې شي، ځکه خپلې کورنۍ ته باید کار وکړي... زه هيله لرم چې دغه فلم به پراخ مخاطبین ولري».
د یادونې ده، چې امريکا په نړۍ تر ټولو لوی لوی جنایاتونو تر سره کړي او کوي؛ د اټومي بمونه کارونه، په ويتنام او افغانستان کې د کيمیاوي او نورو وسلو کارونه ، خو بیا هم ځان د دموکراسۍ سر لاری او برحقه بولي. د ګوانتاناماو، عراق، افغانستان او نورو هېوادنو په زندانونو کې يې شکنجې، جنسي تيري او نورې ډيرې کړنې تر سره کړي، خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، چې تر اوسني وخته ډير امنيت و، وړې پېښې هم ډيرې لويې څرګندولې او ویډيوګانې يې د نړۍ په نامتو رسنيو کې څرخيدلې، چې دا فلم يې بله بېلګه بلل کیدلی شي.