قطعه
راوزي به بيا هــــــله له غــــــلافه ښــــــــــاپيرۍ
چې وويني زما دکلـــــــــــي صافه ښــــــاپيرۍ
زما دکلي ښکلې ښاپيرۍ مخ ورښکاره کړه
راغلي نندارې ته دي له قافــــــه ښـــــــاپيــرۍ
غزل
خلک خـــــو کاڼي پر رقيب اوروي
خـــو پر ما کاڼي خپل حبيب اوروي
يهود نظـــــر يې زمـــــا دزړه پرغزه
سره توغـــــندي له تلابيب اوروي
دا کاڼي زړونـــــه ترحــم نـــــــه لـــري
هريو ستــــــم مې پر نصيب اوروي
کاڼی راغـــورځي ديتيم پر ککــــــر
تور او تهمت خلک پر غريب اوروي
فياضه سپين کاغـــذ نور مــه توروه
اوس الــــزام ټـــــول پـــر اديب اوروي
غلام رباني فياض العين متحده عربي امارات
وروستي