مړه خیټه پاړسي وايي:


دا متل به مو ډیر اوریدلی وي.
ایا کله مو په دې اړه فکر کړی چې مړه ګیډه یا مړه خیټه څنګه پاړسي وایي.
دا متل ولې او له کومه ځایه مروج شوی دی ؟
پخوا د بخارا ،تاشقند ،ایران څخه رانیولې بیا د هند لویه وچه تر دهلي پورې  دداسې واکمنیو په لاسونو تیرې شوي دي چې 
درباري ژبه به يې تل پاړسي وه نو هغه څوک چې د دربار سره به یې نږدې اړیکې درلودې په پاړسو به غږیدل او طبیعي وه چې له نورو به لږ غوړ او په خیټه ماړه ول بس دا دهغه وخت سره سم متل ؤ چې چا به پارسي ویله نو خلکو به ویل په خیټه موړ دی.
چې په وخت ترې مشهور متل جوړ شو او لا تر اوسه په لر او برو پښتنو کې دا متل کارول کیږي.
متل متل وي او دحالاتو او تحولاتو سره نه بدلیږي ګني داسې وخت ؤ چې مړې خیټې انګریزي ویله.
که اوسني حالاتو ته ځیر شو نو په لرو پښتنو کې مړه خیټه دوه ژبې وايي انګریزي او اردو او په برو پښتنو کې لا تر اوسه مړه خیټه پاړسي وايي هسې د یو څو ورځو لپاره مړې خیټې انګریزې هم پیل کړې وه خو لکه چې بیا په ټپه شوه او اوس یوازې پاړسي مړې خیټې ته په میراث ور پاتې ده.
پښتو خواره پخوا هم د وږې خیټې ژبه وه او اوس هم د وږې خیټې ژبه ده.
پخوا هم تر پټي پولې او دخټو تر دیوال محدوده وه او اوس هم.
هر چا چې تر درباره ځان رسولی نو دا خواره یې په دروازه کې غورځولې ده او خپله د درباري ژبې سره دربار ته ننوتی دی.
دسائل صیب خبره:
منورین خو یا کتاب خوري یا کتاب وخــوړل
پښتو ژوندۍ ده پر هغو چې کتاب نه پیژني