په شعر کې انځور


                  
دلته خــور دی بوی دعـــــــطرو
دلته مشــک دي او عنبــــــر دي
دلـــــته ګل دی د ســـــــــنځــــــــلې
دلته هـــــــــــــر څه معــــــــــطر دي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې راځــــي له کـــــوه قافـــــــه
ښــــــــاپیري پکــــــــې اتــــــــــــڼ کا
دلته وخت د پســـــــــــرلي کې
ســـــــــینګارونه هر ګلــــــــــــبڼ کا
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هره خوا وي ګلـــــــکــــــــڅــــونــــه
هره پــــوله کــــــې غــــــاټول وي
څه بــــــې ســــــــــــــده مــینان دي
پتنګان پـــــــکـــــې راټــــــــــول وي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
واه څه عجیب موسم دمینې
څه فضــــــا رومـــــان رومان دی
پاس د غره پر سر راځــــــوړند
بوډۍ ټال په شنه اســمان دی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دلته هر مازدیګـــــــــــــري کــــــــــې
څــــــه نـــــری نـــــــری بــــــاران وي
پکې مســــــــــت شي چینارونه
سنــدریز پکـــــــې تــــــــوتـــــان وي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ددې کلــــــــــــي ګڼـــــــــــــې ونــــــــــې
په سکـــڼي سکــــڼي ماښام کې
څانګې ښــــــــــــکته کړي راټیټې
د ســــــــپرلي په احـــــترام کـــــــې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پکــــــې شــــور وي د چــــڼچڼـــــــــــو
تـــــــــــــــرنـــــــــم د عـــــنــــــدلــــــیب وي
تــــــــورانـــــــی یې امــــــــامــــــــــت کا
تـــــــــوتــــــکی پـــــــــکې خطیب وي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه شین ســــــــهار مې یاد شي
پـــــــــــــــرته پرخــــــــه پـــر  ګلونـــــــــو
د طــــــــــاووس بڼــــکې ښــــــــکاري
ځـــــلاګانــــــــې د فـــــــصـــــــــلو نـــــــو
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هـــــــلته څــــــــــانګو د انځــر کــــــې
تـــــــــــرانـــــــې وایــــي څـــــنځــــــــري
په فـــــــــــضا کـــــــــې را خوره وي
څـــــــــه زریـــــــن زریــــن بڅــــــــــــري
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شـــــــکرکۍ پر ســـــــــــــر روانــــــــــې
د مــــــالـــــت پیـــغلـــــــوټـــې نجونه
په لاســــــونو کـــــې ګـــــــجرې وي
اوربــــــــلونو کـــــــې ګلـــــــــــــونـــــــــــــه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تـــــــــــه وا دا نـــــــــو جنـــــت نه دی؟
بیــــا نو څه نـــــــــوم ورکوی شــم!
هـــــــــــره خوا خـــــتن خـــــــــتن وي
زه یـــــــــې کــــــــله هیروی شـــــــــــم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خـــــدايه! نه غــــــواړو قـــــــصرونه
مونږ دې دا غربت کـــې پریږدي
پکـــــــــــــې ســـــــــوله امن غـــــــواړو
مونږدې خپل جنت کې پریږدي
غ ـ ر ـ فیاض