ښه مې په ياد دي ګرانې
راځينې نه هيريږي
هغه رټلى ځواب
ستاسې دکلي کوڅې
زما ګواه دي ښکلې
ستاسې دوره مخې ته
وم وچې شونډې ولاړ
په سپين سترګۍ دې وويل
دلته نور مه راځه ته
پرما هغه شيبه
پوره قيامت تيره شوه
مابراسمان ته کتل
که اسرافيل وونم
ورته به سوال وکړمه
چې نوره پوه کړه شپيلۍ
ياعزرايل ووينم
ورته به ووايمه
چې راشه سامې واخله
نور په ژوندون څه کوم
چې تيروه مې چاله
اوس انکاري شوله ما
نور به څه خوند پاتې وي
په دې ژوندون کې زما
خو چې رقيب مې وليد
له خوشالۍ الوته
ډير پر مشکله مې ژر
خپل حوصله کړه پرځاى
ماويل داناز دليلا
ورسره ښه ښکاري
شوه خوشالي درقيب
بيرته پر غم بدله
خوتاته څه پته وه
چې پرماڅه تيريدل
زه درقيب له قصده
هغه مهال موسکى شوم
داستارټلى ځواب
ماستايوناز وګاڼه
سيدبديع الزمان(هاشمي)
S_baduzaman2000@yahoo.com
مبايل: ٠ ٠٧٧٠٣٠٠١٦
وروستي