انسان بعضی اوقات په ټولنیز ژوند کی داسی مسایلو سره مخ کیږی چی کیدای شی د غوسه کیدو سبب یی شی، خو اړینه دا ده چی انسان باید خپل غوسه کنترول کړي چی دلته تاسو ته به د غوسې د زیانونو په هکله رڼا واچول شي چی تر ټولو مهم اړخ یی دی، تر څو چې انسانی عقل او ذهن دا پټ دښمن په ښه توکه و نه پیژنی تر هغی پورې خپل واک کی یې نشي راوستلای او ځان ترې نشی ژغورلی. غوسه د دې تر څنګ چی د انسان ذهن ته زیان رسوی ورسره ګن شمیر نور زیانونه هم مل وی چی د انسان ژوند په یو تریخ حقیقت بدلوی او د شخصیت انډول یی هم له لاسه ځی. ۱- غوسه د انسان ذهن بی حسه کوی چی پدی سره انسان یو عادی کار هم نشی کولای، او په ورځنیو کارونو کی د ګڼو ستونزو سره مخ کیږی. ۲- د غوسې په حالت کی د انسان جذباتی انډول برابر نه وي، چی له امله یی په چلند او کړو وړو کی بدلون راځي او د خپل عادی حالت څخه وځی چی پداسی حالت کی په غوندو او خلکو سره د ناستی وړتیا د لاسه ورکوی او په نتیجه کی هغه تولنیز اړیکی یی زیانمی کیږی . ۳- د غوسی په وخت کی انسان دخپل ملګرو او خپلوانو سره هم ښه چلند نه کوی چی دوی هم ترینه مخ اړوی او په ټولنه کی یواځی کیږی او د هعی تولنیز مینه څخه بی برخی کیږی. ۴- غوسه د انسان یادښت کمزوری کوی او دماغی وړتیا یی ورځ تر بلی کمیږی، چی پدی سره فکر منفی اړخ ته اوړی نو بیا انسان داسی پریکړی کوی چی ځان په ګنو ستونزو کی ښکیلوی. ۵- د غوسی له امله ځنی جسمی او ذهنی نیمګرتیاوی او ناروغی را پیدا کیږی ،لکه د وینی لوړ فشار، سرخوږی، د معدی در، ذهنی بوج ..........................
وروستي