مدنی  ټولنی

مدني ټولني
مدني ټولنې عموما په درې ډوله دي
۱- موسمي ټولنې: یو تعداد ټولنې په موسمي شکل جوړیږي دا چې دوی یو قوی هدف او تګلاره نلري د وخت په تیریدو سره بیرته ختمیږي دا ډول ټولنې کوم منفي یا مثبت تاثیر په خلکو باندې نه لري.

۲- تجارتي ټولنې: دا ډول ټولنې اکثرا د څو مشرانو سیاسون یا سرمایدارنو په تمویل سره جوړیږي، چې تر دیره د تمویل کوونکي د منافعو لپاره کار کوي دا ډول ټولنې په خلکو باندې منفي تاثیرات لري.

۳- د احساس له امله جوړې شوې ټولنې
دا ډول ټولنې د یو تعداد با احساسه اشخاصو له یو ځای کیدو له امله جوړیږي، چې دوی بیا خپل هدف او قوی تګلاره لري او په ټولنو کې تر ټول کامیابه ټولنه همدا وي او په خلکو باندی مثبت تاثیرات لري.