د ځوانانو رول په ټولنه کې:

ځوانان په ټولنه کې د ملا د تیر حثیت لري د ځوان انرژي او فزیکي ځواک په لرلو سره په هر هغه برخه کې چې ځوانان فعالیت کوي کارونه یې ګړندي او د پرمختګ په لور روان وي.
د ځوانانو اغیز په ټولنه تر بحث لاندې نیسوو.
تجربو ثابته کړې، چې هره ټولنه له درې طبقو څخه تشکیل شوي ده.
۱- لوستي ځوانان
۲- نیمه لوستي ځوانان
۳ - نالوستي ځوانان
۱- لوستي ځوانان : دا هغه طبقه ده، چې دوی د خپل شخصي ژوند تر څنګ ټولنیزې اړیکې پالي او ټولنیزو فعالیتونو او په ټولنه کې د خپل پوهې پر مټ نوښتونه رامنځته کوي، د وګړو د خیر ښېګڼې، د انسانیت او بشریت بقاء لپاره کار کوي .ټولنه کې شته ناخوالې او ستونزې له منځه وړي،ټولنه د رڼا لوري ته ور سموي.
۲- نیمه لوستي ځوانان : دا هغه طبقه ځوانان دي چې خپل ژوند یې شخصي ګټو لپاره وقف کړی د ټولنیزو اړیکو سره هییڅ ډول علاقه نه لري. د دوی فکري تمرګز یواځې او یواځې خپل ځان او خپلې کورنۍ ته وي، اکثرا د دوی فعالتونه د خپل شخصي ګټو په مدار کې څرخیږي، پدې طبقه کې اکثرا هغه ځوانان شامل دي چې د تعلیمي سطحه یې تر ښوونځي پورې محدوده وي.
۳- نالوستي ځوانان: دا هغه طبقه ده، خلک دي چې د ژوند لوی نعمت ( زده کړې) څخه بې برخې دي،دا خلک ددې پر ځای چې ښې ټولنیزې اړیکې وپالي، بلکې ډېر کله د ټولنې په ضرر ثابت شوي دي، او آن کله کله داسې اوازې هم اورو چې ټولنه په بشپړه ډول انزوا کوي، چې ښه بیلګه یې په وروسته پاتې هېوادونو کې د طبیق وړ ده.
حکومت ته پکار ده چې په لومړي سر کې ځوانانانو ته دکار اوزده کړې زمینه برابره کړي؛ یوازې زده کړه چې په ځوانانو کې ملي روحیه پياوړې کوي.