داسې الوتکه جوړېږي چې اغوستل کېږي!!!

ژباړه: نوراحمد عايل
ناسا په لومړي ځل داسې الوتکه جوړوي چې اغوستل کېږي ، دا الوتکه به د يوه نفر ځاى ولري او تر راتلونکي مارچ پورې به يې، الوتنې ته چمتو کړي .
دا خبر د ناسا ادارې د هليکوپترو د انجمن په ناسته کې وکړې ،ددې الوتکې نوم به (Puffin)وي ،چې يوه سمندري مرغۍ ده . دا الکتريکي نقليه وسيله به يو انسان ،چې حد اکثر ٢٥٠ کيلو وزن ولري په ساعت کې ٤٨٠ کيلومتره لرې رسوي ، دا وسيله به لکه جامې اغوستل کېږي


ددې الوتکې اوږدوالى 3.7 متره او وزن به يې ١٣٥ کيلو گرامه وي، په دې الوتکه کې دوه برېښنايي ماشينونه کارول شوي دي ،چې کولاى شي خپله متره(انرژي) له چارچېدونکو ليټيمي بېټريو څخه واخلي ،دا بېټرۍ دم گړۍ يوازې د ٨٠ کيلومتري واټن لپاره کار ورکوي ،خو دوى په هڅه کې دي چې تر دې ،ډېر دوامې بېټرۍ جوړې کړې چې د اوږدو سفرونو لپاره کار ورکړي.
د نيويارک ټايمز د راپور له مخې لومړنۍ ازمايښتي الوتکه چې د الوتنې وړتيا به ولري په راتلونکي مارچ کې به پروازته چمتو شي، په داسې حال کې چې تر راتلونکي پنځو کالونو پورې به څو نورې دا ډول الوتکې هم جوړې کړي