٢٧ صفرونه لرونکى عدد ونومول شو!


ژباړه: نوراحمد عايل
پوهانو هغه عدد چې ٢٧ صفرونه لري د هلا په نامه نومولى دى .
دا عدد چې 1,000,000,000,000,000,000,000,000,00٠ دى، په تورو(حرفونو) يوميليارد ميليارد ميليارده کېږي.
هلا چې د شمالي کاليفورنيا د وګړو په عاميانه اصطلاح کې د (خورا ډېر) په مانا ده.
شونې ده ،له دې وروسته له پخوانيو روستاړو(کيلو،ميگا،گيگا او...) سره اضافه شي
اوس د هلا عدد لپاره په فيس بوک سايټ کې کمپاين پيل شوى چې په نړيوالې ټولنې يې د مخکينيو نورو عددونو په ډول په رسمي توگه ومني
له شلو زرو ډېرو پوهانو،څېړنکو، محَصلينو اونورو کسانو دا پرليکه غوښتنپاڼه لاسليک کړې ،چې پکې ليکلي يې دي: موږ له دې عدد (١٠ په توان د ٢٧ ) او نوم څخه يې ننگه کوو او منو يې.
د داسې يو عدد نومول چې تر اوسه پورې يې حساب ماشينونه او نور د رياضي وسايل له جمع کولو څخه عاجز دي له دې وروسته به ورته په کارکولېټرونو اودا ډول هر رنگه ماشينونو کې اسانتيا برابره شي.
دا عدد (١٠ په توان د ٢٧) د پوهانو لپاره په ټولو علمي اړخونو کې ډېر اهميت لري، په ځانګړې توگه د کهکشانونو ترمنځ واټن په اندازه کولو کې يا د يوغټ څېز د اتومونو په شمېرلو کې همدارنگه د لمرڅخه د وتونکې وړانگنې مترې په واټ سره اندازه کولو کې داسې عدد ته اړتيا وه.
دې بېلگې په توگه له لمر څخه وتلې انرژي ٣٠٠ يوټا واټه ده، چې پر ځاى يې اوس٠،٣ هلا واټه هم ليکلى شو.
دا ډله وايي چې که چېرې دا عدد ونومول شو نو له ١٩٩١ زېږدي را وروسته به د SI لومړنى روستاړى وي چې د اوزانو د نړيوالې ټولنې له خوا به معرفي کېږي .په ١٩٩١ کې يوټا او زيټا (يو په توان د ٢١ صفره) عدد تصويب شو.
د SI روستاړو بشپړ ليک لړ په لاندې ډول دى
ديکا = لس = 10
هيکتو = سل = 100
کيلو = زر = 1000
مېگا = ميليون = 1000,000
گېگا = ميليارد = 1000,000,000
ټرا = زر ميليارده = 1000,000,000,000
پټا = ميليون ميليارده = 1000,000,000,000,000
اکسا = ميليارد ميليارده = 1000,000,000,000,000,000
زيټا = زر ميليارد ميليارده = 1000,000,000,000,000,000,000
يوټا = ميليون ميليارد ميليارده = 1000,000,000,000,000,000,000,000
دا چې اوس هڅې روانې دي چې په نړيوالې ټولنې د وزنونوپه څانگې باندې هلاد يو عدد په توگه ومني.
هلا = ميليارد ميليارد ميليارده =1,000,000,000,000,000,000,000,000,00٠
سرچينه: ټيلگراف ورځپاڼه