الکول (شراب) تر هيروينو ډېر خطرناک دي!



ژباړه: نوراحمد عايل

په روغتيايي او درملو چارو کې د برتانيې د حکومت پخوانيو مشاورينو يو گزارش خپور کړى او پکې دې پايلې ته رسېدلي ، چې شراب د هېروينو او کراکو په پرتله ټولنې ته ډېر خطرناک او په اقتصادي لحاظ گران تمامېږي.
دا گزارش بې له کومې سياسي مداخلې د ډيويډ نټ په مشري د درملو په اړه علمي خپلواکې کمېټې برابر کړى.
د راپور چمتو کوونکي وايي: ډېرى جنايي او جرمي پېښې تر هيروينيانو ډېرې په هغو کسانو پورې تړلې دي چې الکول څښي او شرابيان دى.
ددې راپور مشري د ډيويډ نټ په غاړه وه ،چې د درملو د سياست په اړه يې هر وخت بې پرې او له تعصب پاک نظرونه وړاندې کړي دي.،چې په همدې بې پرې او پرېکنده نظرونو يې په ٢٠٠٩ زېږدي کال د برتانيې د دولت د درملو په اړه د مشاورت څوکۍ هم کې له لاسه ورکړې وه
د گزارش د برابرولو په پار يې شل ډوله نشه يي توکي تر مطالعې لاندې ونيول او د هغو ١٦ ډوله زيانونه يې په پام کې نيولي د بېلگې په ډول يې: د شرابو اغېز د شخص په جسمي او رواني حالت څېړلى، په ټولنه يې د شرابو ناسم تاثير معلوم کړى، د جرمونو اوجنايتونو د کچې په لوړېدوکې يې د الکولو رول روښانه کړى ، او په همدې نشه يي توکو مصرفېدونکى لگښت يې هم په پام کې نيولى،چې بالاخره د څېړنو پايله کې روښانه شوه چې د الکولو زيان ټولنې او روږدي ته د هيروئيونو او کراکو په پرتله په ځلونو ډېر دى.
په دې څېړنو کې همدارنگه رابرسېره شوې چې د الکولو د څښلو زيان د کوکاينو او سگرېټ څکولو په پرتله درى چنده زيات دى.
ډيويډ نټ وايي: کراک چې د الکولو څخه ډېر سړى پرې روږدېږي او په سختۍ پرېښول کېږي د الکولو سره يې ځکه زيان يو ډول دى چې په الکولو باندې ډېر خلک روږدي دي .
د برتانيې د کورنيو چارو وزارت وويل: اوليتونه روښانه دي د کورنيوچارو وزارت غواړي د نشه يي توکو څخه استفاده کمه کړي؛ او له همدې نېشو او نشه يي توکو څخه راولاړېدونکې بې نظمۍ او جنايتونو په وړاندې مبارزه وکړي او په نشه يي توکو د روږدو کسانو سره مرسته وکړي چې د تل لپاره نشې پرېږدي.
دا راپور د هغه راپور سره چې د برتانيې دولت د نشه يي توکو د سياستونو تر سيوري لاندې له يوې اوږدې څېړنې وروسته ليکلى وو، بېخي توپير لري په راپور راغلي : ...له دې مخکې چې برتانيې او هالينډ په دې اړه کوم کار پيل کړى و، هغه ته مو پرمخيون ورکړ او دا مو په کره ډول ثابته کړې،چې د نشه يي توکو کومه درجه بندي چې د ددې دوو دولتونو له خوا مخکې شوې وه د نشه يي توکو د زيانونو په نظر کې نيولو له مخې نه وه شوې....