غزل

عجيبه ده چې ديار ترڅنګه ناست يم
پاړوګر لکه دمار تر څنګه ناست يم
تورې وروځي يې ليندۍ باڼه يې غشي
زه کم بخت يې دګوزارتر څنګه ناست يم
هر شيبه يې انتظار کـــــــــــــــوم ملګرو
دمنصور غوندې ددار تر څنګه ناست يم
عقل څه کړم يوزره مـــــــــــــې پکار نه شو
بې طالع کـــــــه دخروار ترڅنګه ناست يم
داشنـــــــــــــــــــا دخولې خبرې راته کاندي
ځکــه هروخت دسيتار تر څنګه ناست يم
خداى خبر چې څــــه پيغام يې دى راوړى
غوږ نيولى دريبــــــــــار ترڅنګه ناست يم
ديورپ ښکلي ښـــــــــارونه ترينه ځار شه
زه چې خوښ دننګرهار تر څنګه ناست يم
اواز وکړه کـــــه مې راغلې مقبرې تـــــــــه
(هاشمي)ستــــــا دمزار تر څنګ ناست يم
سيدبديع الزمان(هاشمي)
S_baduzaman2000@yahoo.com
مبايل: ٠٧٠٧٠٣٠٠١٦