د ترکیه په کوربتوب د استانبول ښار کې د مجلو نړیوال نندارتون پرانیستل شو

د ترکيې په استانبول ښار کې نن پنجشنبې د مجلو نړیوال نندارتون د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د استانبول د چارواکو او ښاروالۍ لخوا رسما پرانیستل شو، چې د سمبالښت چارې يې د ترکیې د مجلو ټلواله او د ترکيې د مجلو د ځوانانو د ټلوالې، استانبول ښاروالۍ له خوا تنظمېږي.
په نوموړي نندارتون کې د کوربه هېواد ترکیې سربېره د جرمني، لندن، سعودي عربستان، فلسطین الجزایز، لبنان، اردن، ، سوډان، مالیزیا، اندونیزیا، ایران، هندوستان، پاکستان او افغانستان په گډون له شاوخوا شلو هېوادونو څخه شاوخوا 350 مجلو، رسنیزو مرکزونو او نورو ښوونیزو او علمي او څېړنیزو ارگانونو استازو گډون درلود.
د نندارتون د سمبالوونکو مسؤولینو په وینا په نوموړي نندارتون کې سیاسي، څېړنیز، علمي، د ماشوم روزنې او د ښوونې او روزنې په برخو کې له 300 ډېرو مجلو، رسنیزو مرکزونو او خپرندویانو گډون کړی دی.
له افغانستان څخه نوموړي نندارتون ته افغان رسنیزو او څېړنیز مرکز (AOMR) او اصلاح ملې اوونیزې ته د گډون بلنه ورکول شوې وه، چې لیدونکو ته يې د هېواد د روانو حالاتو سربېره د افغانستان د کلتور، ښوونې او روزنې، افغان مېرمن او په ټولنه کې يې ونډه او د افغانستان د راتلونکي په اړه معلومات ورکول.
‎د افغان رسنیز او څېړنیز مرکز د اجراییوي مشر عبدالجبار بهیر، چې د نندارتون یو تن گډونوال وو، وايي: دا ډول نندارتونونه کولای شي، چې د افغانستان او نړۍ تر منځ د کلتور، رسنیزو اړیکو او د یو هېواد د عمومي معلوماتو د وړاندې کولو او په سمه توگه د خپل هېواد د استازیتوب ښه قدم دی. نوموړي زیاته کړه، چې د بهرنیو سیلانیانو سربېره په ترکیه کې میشتو افغانانو هم له نندارتون څخه لیدنه وکړه.
د نندارتون د سمبالگرو چارواکو په وینا نوموړی نندارتون به شپږ ورځې ادامه ولري او تمه ده، چې د لیدونکو شمېر یې زرگونو تنو ته ورسېږي.