ليکنه: نوراحمد عايل
څېړونکي وايي : هغه ځوانان چې هر ورځ د يوساعت لپاره د غوږيو(هېډفون) له لارې موسيقي اوري ډېرى يې د سر درد په ناروغۍ اخته کېږي.
په دې څېړنه کې جرمني متخصصينو ١٠٢٥ نوي ځوانان چې عمرونه يې د ١٣ او ١٧ کالو ترمنځ و ،تر څېړنې لاندې ونيول .
په پخوانيو څېړنو کې د ا جوته شوې وه ،چې که چېرې ځوانان د شخصي وسايلو په وسيله د بېلگې په ډول د ipod له لارې په لوړ غږ موسيقي اوري نو د دوى غوږونود اورېدا برخې ته زيان رسېږي ،چې په پرلپسې ډول يې اورېدل حتې د کڼېدا لامل کېږي خوتر اوسه پورې دا نه وه معلومه چې د سر درد او مېګرن لامل کېږي.
په دې نوې څېړنه کې چې سپړلې ليکنه يې په «بي ايم سي نيورولوژي» مجله کې خپره شوې معلومه شوې چې موسيقي ته د غوږيو او داسې نورو وسايلو له لارې چې غوږ ته نږدې وي ، غوږ نيول ؛سربېره پر دې چې د غوږ د اورېدو برخې ته زيان رسوي بلکې د پرلپسې سر دردي او مېگرن لامل کېږي
وروستي