د برېښناليک له مخې د خلکو پلټنه!


 
نوراحمد عايل
معمولا د هغو ملگرو چې نوم او نښه يې راسره وي د انټرنېټ په نړۍکې يې  پيداکول او موندل اسانه وي ،خو کله له ملگري څخه مو يوازې يو برېښناليک درلود هغه څنگه په انټرنېټ کې موندلى شو ، اياکله مو فکر کړى دى چې هغه کسان چې يوازې برېښناليک يې لرو څنگه يې پيدا کړو؟
ددې پوښتنې د ځواب لپاره کافي ده  د Pipl ټکى کام پلټونکې ويب پاڼې ته سر ورښکاره کړو. چې په ځانگړې توگه د تليفون نمبر، يوزرنېم، نوم او برېښناليک له لارې خلک پيدا کوي ، کېداى شي موږ گوگل او ياهو تر ټولو ښه پلټونکي ويب پاڼې وبولو خو دا هم که ترې ښه نه ده ترې کمه نه ده.
د Pipl.com  په ويب پاڼه کې خپل د خوښې وړ برېښناليک ور واچوه، له پلټلو وروسته د ايمېل د جوړونکي او خلاصونکي ادرس ،ځاى او هېواد درته ښيي او داسې نورې نښې يې هم درته وړاندې کوي.