خپل موبايل به مو د څېرې له مخې پېژني!

 نوراحمد عايل
د برتانيا د مانچسټر پوهنتون ساينس پوهانو داسې پوست کالى (سافټ وير) جوړ کړى دى، چې د موبايلونو لپاره يې نوي امنيتي نظام منځ ته راوړى .


دا چې کوډونه د مبايل له پروگرام کولو وروسته خلاصېدل او زياتره غلو به ،چې مبايل پټ کړ له يوازې يوځل پروگرام کولو وروسته به يې موبايل بيرته د ځان د گټې اخيستنې لپاره لومړني حالت ته راوست.    خو  له دې وروسته مو موبايل ته ددې لپاره چې ستاسې شخصي نمبرې او انځورونه  درنه  نور ونه گوري او يا يې غل درڅخه پټ نه کړي   کوډ مه ورکوئ،  دا سافټ وير ستاسې مخ په کره توگه له ځان سره ثبتوي او  که چېرې مو د کمرې له لارې عکس پرې واخيست نو شاوخوا ٢٠ بېلابېل ډوله عکسونه ورنه جوړ وي ،چې مبايل خپل اصلي مالک په کره توگه وپېژني
 او ددې سافټ وير په انسټالولو سره به مبايل تاسې د مخ له رويه پېژني او که نور څوک يې  هر څومره د خلاصولو هڅه وکړي هېڅ کار به ورنکړي.