په هرو اتو ثانيو کې په فيس بوک کې يو کس گډون کوي!

 نوراحمد عايل
 

په داسې حال کې چې په نړۍ کې ډېر ى هېوادونه د خپلو وگړو د ډېرښت له امله له اقتصادي ، فرهنگي او د بېکاري له ستونزو سره مخ دي او د خپلووگړو په ډېرښت  وارخطا دي او د کنترول  کموالي او مهارهڅې يې کوي ،خوداسې هېواد هم شته چې د وگړو له ډېرښت څخه خو خپه کېږي نه،بلکې لا ورته خوشالېږي.
فيس بوک هغه انټرنېټي  هېواد دى چې له بېلابېلو ملتونو څخه  جوړ شوى دى د فيس بوک د جوړېدو کال ٢٠٠٤ دى او مسوول کس يې مارک زوکربرگ دى.  په هماغه لومړي کال کې يې يوميليون کسان خپلې ويب پاڼې ته راجذب کړل، خو اوس دادى د ٧ کالونو په تېرېدو د انټرنېټ په نړۍ کې سارى نه لري او د گډونوالو شمېر يې تر ٧ سوه ميليون کسانو اوړي.چې په هرو اتو ثانيو کې يو غړى يې غړيتوب اخلي.

هغه هېوادونه چې وگړي يې د فيس بوک غړي دي؛ په لومړي سر کې امريکا ده ،چې ٤٩ ميليون کسانو يې په فيس بوک کې اشتراک کړى دى.  په دويمه درجه کې مسلمان هېواد اندونيزيا دى ،چې ٣٧ ميليونه وگړي يې د فيس بوک غړي دي، درېيمه درجه برتانيا ده په ٢٩ ميليونه کسانو باندې، او په ترتيب سره نور هېوادونه ترکيه ،هند، مکسيکو، فيليپين، فرانسه، ايټاليا، او برازيل تر لسمې درجې پورې دي.