رنګ د محبت په شيبو پروت ښه دى
څه سرور په ويښو جذبو پروت ښه دى
للمې چې د زړونو كړي خړوب خړوب
مخ دې دښايسته پر اوبو پروت ښه دى
غېږ كې د شوګير اوسم په سرو سترګو
خوب مې دموسكا په تمبو پروت ښه دى
ستا پر سر پړونى د ګلپاڼو ښه
زما پر سر څادر د لمبو پروت ښه دى
را د نرګسي ميو پيالې ساقي
پرېږده زاهدجان په توبو پروت ښه دى
ځوږ ځوږ چې جلانه شي خاموش ماحول
غږ، غږ د ټپو په چمبو پروت ښه دى
سيدجيلاني جلان
وروستي