څو ورځی مخګی دکلا
دڅنګ دباغ دونو
د څو سنځلو
څنګ نه
خوا کی تیریدلمه چی
دغوړیدلو
سنځل ګلو
دعطرونو درمندونو
غیږ کی ونیولم
او څو ځلی ورته په شا
مالت ته وګرځید م ،
بیا څنګ په څنګ
ورته په خلاصو ګروو
او پټو سترګو
په شیبوشیبوکی ودریدم ،
او څو ځلی می
دا نهر بډوډی
د سنځل ګلې له وږمو
په هوا وپړسول
چی په کلو یی دباروتو
دلمبو
بویونه و ازمویل ،
او څو ځلی می
د سنځلو دوږمو
په سیند کی ولمبول ،
زړه ګی می غواړی څو ځلی
دباغ سنځلی نه
په شا و خوا راوګرځیږم
او بیا ورې ورې پڼدونه
دسنځلو نه څادر کی یووسم ،
څو په سنځلو کی ویده پاتی شم ،
ما می لا سترګی خلاصی کړی نه وی
او دنری پزی په زړه می
له سنځلی نه عطرونه کاږل
چی نا ببره می
د کلی په کو څه ګی
چټه پیغله څنګ نه تیره شوله ،
او ټول عطرونه یی له کلی
په پلو کی راټول کړی یوړل ،
لکه چی پیغلی
د سنځلی ونه
غیږ کی نیولی وه
ګودر ته لاړه ،
او لا تر اوسه بیا راغلی نه ده !
ځکه د باغ په هره پوله
اوس
د ونومنځ کی
څو د لونګو
بوټی نوی کرم !!!
پوهنمل حبيب زی
فرانکفورت- جنوری 2010
وروستي